لغمان کې د سرسبزۍ پروژې چارې په نږدې ورځو کې بشپړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۰:۱۵
لغمان کې د سرسبزۍ پروژې چارې په نږدې ورځو کې بشپړېږي

دلغمان دکرنې، اوبولګولواومالداری ریاست د طبیعي سرچینو امر مولوي سمیع الحق شهامت دسرسبزۍ پروژې له کارونو څخه څارنه وکړه .
 دڅارنې پرمهال د قوریه داري مدیر انجینر احمد ضياء نیازي لخوا دیادې پروژې د ترسره شووفعالیتونو اوترسره کیدونکو فعالیتونو په هکله هر اړخیز معلومات شریک شو،  هغه وویل: « د سرسبزۍ پروژې خشاوې، د ویالو پاککاري ، کمپوسټ او دوسایلو اوتخمونو د پېرېدلو کارونه بشپړ شوي، خو دځمکې اماده کول، پلاټ بندۍ، یوې کول او د تخمونو کرلو کارونه جریان لري، اوپاتې کارونه به هم په خپل وخت ترسره شي.»
 په ورته وخت کې د لغمان دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمر مولوی سمیع الحق شهامت د پروژې یاد څارونکي انجینر  ته د  پاتې کارونو په خپل وخت تکمیلیدو سپارښتنه  وکړه.
دیادولو وړ ده، چې دغه پروژوه د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه تمویلېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۸:۳۵
Background image

ننګرهار کې پر سلګونو زلزله ځپلو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي، درمل او نغدې مرسته وېشل کېږي

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ دافغان ځوانانو خدماتيمؤسسې له لورې د ننګرهار په دره نور ولسوالی کې ٧٥٠ تنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

بازگشت