د کندهار ریګستان کې پاکستان ته د شملغې بوټو د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۳:۱۴
د کندهار ریګستان کې پاکستان ته د شملغې بوټو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۰ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سرحدي ریګستان ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د طبیعي بوټو د ساتنې او پرېکولو د مخنیوي په موخه کمپاین ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې د کاروان راه په سیمه کې د شملغې ځنګلي بوټو د قاچاق مخه ونیول شوه. مسؤلین زیاتوي چې یو تن غوښتل یاد بوټي پاکستان ته په قاچاقي ډول انتقال کړي، خو پر وخت یې مخه ونیول شوه.
د ریګستان ولسوالی د کرنې او مالدارۍ چارواکي وایي، چې دا کمپاین د یوې ورځې په اوږدو کې د ولسوالۍ په بېلابېلو ځنګلي او طبیعي بوټو لرونکو سیمو کې ترسره شوه، چې د یاد کمپاین په ترڅ کې د کاروان راه په سیمه کې د شملغې طبیعي بوټو پاکستان ته د قاچاق مخه ونیول شوه، او په تړاو یې یو عراده سیپا موټر او یو تن نیول شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست په دې وروستیو کې د طبیعي بوټو د قاچاق او پرېکولو د مخنیوي لپاره ګڼ کمپاینونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه اوونۍ وړاندې هم په کندهار ښورابک ولسوالۍ کې د شملغې بوټو د قاچاق مخه نیول شوې وه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۴۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د هرات د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۱۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

بازگشت