کرنې وزارت کې د قوش تېپې کانال د کاري پرمختګ د ارزونې په موخه غونډه جوړه شوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۵:۲۶
کرنې وزارت کې د قوش تېپې کانال د کاري پرمختګ د ارزونې په موخه غونډه جوړه شوه


۹ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري په مشرۍ د قوش تېپې کانال د کاري پرمختګ د ارزونې په موخه غونډه دائره شوه، چې پکې د قوش تېپې کانال د دویم پړاو د کاري پرمختګ، ستونزو، او د حل لارو په اړه خبرې وشوې.
په دې غونډه کې د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال مجبیب الرحمن عمر آخندزاده، د ټولګټو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح، د چارو ادارې عمومي ریاست د پاليسي مرستیال مولوي عبدالباري عاطف، د ملي پراختیا شرکت اجرائیه رییس عبدالرحمن عطاش، د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت اقتصادي رییس حاجي محمد ابراهیم حکمت، سلاکارانو او متخصصینو ګډون درلود.
د غونډې په ترڅ کې د قوش تېپې کانال د کاري بهیر، ستونزو او د هغوی د حل لارو، د کانال د دویم پړاو د پرمختګ کچه، قراردادونو او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري وویل: «قوش تېپه یوه ملي پروژه ده، چې د ګاونډیو هېوادونو لپاره هم ډېر ارزښت لري، نو ځکه باید د ټولو ادارو په همکارۍ د دې پروژې کار په چټکۍ ترسره او بشپړ شي. ټول ولس د دې پروژې د بشپړېدو په تمه دی».
په همدې حال کې د ملي پراختیا شرکت اجرائیه رییس عبدالرحمن عطاش، چې د قوش تېپې کانال قرارداد یې پر غاړه دی، وویل: «د قوش تېپې کانال د سر بند جوړولو چارې، چې د دې کانال یو له مهمو او اساسي برخو څخه دی، عملي چارې یې ۵۰ سلنه بشپړې شوې دي.»
عطاش زیاته کړه: «د قوش تېپې کانال د دویم پړاو کېندنې کار هم په چټکۍ روان دی او تر دې دمه د کانال د دویم پړاو شاوخوا ۳۰ سلنه عملي کار بشپړ شوی دی، چې د ټاکلي وخت نه مخکې به بشپړ شي».
د قوش تېپې د اوبولګولو لوی کانال د هېواد په شمال کې د اوبو د لېږد له سترو پروژو څخه ده، چې اوږدوالی یې ۲۸۵ کیلومتره، پلنوالی یې ۱۵۲ متره او ژوروالی یې له ۸.۵ تر ۱۲.۵ مترو پورې دی.

جلسه‌ای به‌منظور بررسی پیشرفت کاری کانال «قوش‌تپه» در وزارت زراعت دایر گردید
۹ جدی ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی پیشرفت کاری کانال قوش‌تپه در وزارت زراعت تحت ریاست مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت برگزار شد. در این جلسه چالش‌ها، راه‌حل‌ها و میزان پیشرفت کار در فاز دوم کانال مورد بحث و بررسی قرار گرفت.
این جلسه با اشتراک مجیب‌الرحمن عمر آخندزاده معین انرژی و آب، مولوی عبدالکریم فاتح معین فواید عامه، مولوی مولوی عبدالباری عاطف معین پالیسی ریاست عمومی  اداره امور، عبدالرحمن عطاش رییس اجراییوی شرکت انکشاف ملی، حاجی محمد ابراهیم حکمت رییس اقتصادی معاونیت اقتصادی ریاست الوزرا، مشاورین و متخصصین دایر گردید.
در این جلسه پیرامون روند کاری کانال قوش‌تپه، چالش‌ها و راه‌حل‌ها، میزان پیشرفت کار در فاز دوم کانال قوش‌تیپه، قراردادها و هماهنگی میان ادارات زیربط بحث و گفتگو صورت گرفت.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری گفت: «قوش‌تپه یک پروژه ملی است که نقطه عطف کشورهای همسایه قرار دارد، بنابرین روند کار در همکاری همه ادارات باید به سرعت پیش برود و تکمیل گردد. همه مردم چشم‌انتظار تکمیل شدن آن هستند.»
در همین حال، عبدالرحمن عطاش رییس اجراییوی شرکت انکشاف ملی که قرارداد کانال قوش‌تیپه را به دوش دارد، گفت: «ساخت سربند کانال قوش‌تیپه که یکی از بخش‌های مهم و اساسی این کانال می‌باشد، در حال حاضر کار عملی آن ۵۰ درصد تکمیل گردیده است.»
عطاش افزود: «کندن‌کاری فاز دوم کانال قوش‌تپه نیز به شدت جریان دارد و تاکنون کار عملی فاز دوم کانال قوش‌تیپه حدود ۳۰ درصد پیش‌رفته است و قبل از معیاد تعیین‌شده تکمیل می‌شود.»
کانال بزرگ آبیاری قوش‌تپه از بزرگترین پروژه‌های انتقال آب در شمال کشور است که  طول کانال ۲۸۵ کیلومتر، عرض آن ۱۵۲ متر و عمق آن ۸.۵ تا ۱۲.۵ متر است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۱:۶
Background image

ننګرهار ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د قدرتي سرچینو دلوی رییس سفر 

۲۴ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د قدرتي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل، د نښترو «چهار تراش» لرګیو د راټولولو او د ضبط شوو لرګیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۱:۱
Background image

فراه کې د سربندونو او استنادي دېوالونو رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې

۲۴ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د یاد ولایت د اوبو لګولو د سیستم د پیاوړتیا او د کرنیزو ځمکو د خوندیتوب په موخه پراخ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۰:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۲۰۰  برګرانو سره د اصلاح شوي تخمونو او وسایلو اخېستلو په موخه نغدې مرسته کېږي

۲۴ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ماشومانو ساتني دفتر له لورې د مومندرې او لعلپورې ولسوالیو د ۲۰۰  تنو. . .

بازگشت