د کندهار خاکریز کې د ۱۱۰ زره ډالرو په ارزښت د کانال رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۲:۳۴
د کندهار خاکریز کې د ۱۱۰ زره ډالرو په ارزښت د کانال رغنیزې چارې پیل شوې

۶ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اقتصاد ریاست په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (یو. ان. ډې. پي) ادرارې په مالي ملاتړ، د سولي بنسټ مؤسسې په تطبیقي همکارۍ د کندهار  خاکریز ولسوالی د چهاربند په سیمه کې د ۱۱۰ زره امریکایې ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو کانال رغنیزې چارې پیل شوي دي.
 دغه کانال به ۲ کیلو متره اوږدوالی، ۵۰ سانتي‌متره لوړوالی او ۴۰ سانتي متره پراخوالی لري، چې د یاد کانال رغنیزې چارې به د دوو اوونیو په اوږدو کې په پاخه او اساسي ډول بشپړې شي. د یاد کانال د جوړېدو په ترڅ کې ۱۵ کسانو ته په فني او ۴۵ کسانو ته په غیرفني ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
په ورته وخت کې، د خاکریز  ولسوالی ځایې اوسېدونکي د کرنې ریاست او ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (یو. ان. ډې. پي) سازمان څخه خوښي څرګندوی، چې د اوبو رسولو په موخه ورته اسانتیاوې برابرېږي. چې ورسره سم به د دوی ډېری ستونزې هوارې شي. 
د یادونې وړ ده، چې میاشت وړاندې هم د کرنې ریاست په هڅو او د ملګروملتونو پراختیایې ادارې په مالي ملاتړ، د کندهار د ژړۍ ولسوالی په مهاجرینو سیمه کې د ۱۸۵ زره امریکایې ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو کانالونو رغنیزې چارې پیل شوې وې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت