ننگرهار ولایت کې د دولتزي ښارګوټي د کورونو سروې او اجاره ورکولو چارې پيل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۴:۳۰
ننگرهار ولایت کې د دولتزي ښارګوټي د کورونو سروې او اجاره ورکولو چارې پيل شوې

۴ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ادارې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست لخوا ننګرهار ولايت کې د ښارګوټو د کورونو د سروې او اجاره ورکولو په ترڅ کې دا ځل په ياد ولايت کې د دولتزي ښارګوټي د کورونو د سروې او اجارې چارې پيل شوې.
په ياد پروګرام کې د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رییس مولوي عبدالصمد پاڅون، ننګرهار ولايت د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن، د دغه ولايت د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت آمر ترکيم اللّٰه او د ياد ښارګوټي يو شمېر اوسېدونکو هم ګډون درلود.
په پيل کې د اراضۍ ادارې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رییس او د ننګرهار ولايت د کرنې رئيس د ياد ښارګوټي له قومي مشرانو، سپينږيرو او ځايي اوسېدونکو سره يې د دغه پروګرام په اړه خپل نظرونه شريک کړل.
ورپسې د دولتزي ښارګوټي اوسېدونکو هم په خپل وار خبرې وکړې او د دغه پروګرام د لا ښه تطبيق تر څنګ يې د هرډول همکارۍ ژمنه هم وکړه.
د يادونې وړ ده، چې ټول هغه ځمکې او ښارګوټي چې د عدليې وزارت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون لخوا استرداد شوي د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې له لورې بررسي او وروسته له هغه مستحقو کسانو ته په اجاره ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

بازگشت