ننګرهار پوهنتون کې د ۳۰ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون دائر شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۹:۲۰
د ننګرهار پوهنتون کې د ۳۰ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو. په دې نندارتون کې د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځی اګرانومي څانګې د ماسترۍ برنامې محصلینو د خپلو ترسره کړو ۳۰ څېړنو پايلې، چې د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو په بېلابېلو سيمو او د ننګرهار د کرنې ریاست په څېړنیزو فارمونو کې یې په غله جاتو او حبوباتو ترسره کړې وې، د څېړنيز پوسټر له لارې نندارې ته وړاندې کړل.

د ننګرهار پوهنتون کې د ۳۰ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو. په دې نندارتون کې د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځی اګرانومي څانګې د ماسترۍ برنامې محصلینو د خپلو ترسره کړو ۳۰ څېړنو پايلې، چې د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو په بېلابېلو سيمو او د ننګرهار د کرنې ریاست په څېړنیزو فارمونو کې یې په غله جاتو او حبوباتو ترسره کړې وې، د څېړنيز پوسټر له لارې نندارې ته وړاندې کړل.
یاد نندارتون د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځی پارک کې جوړه شوې وه، چې ددې پوهنتون د مشرتابه او استادانو سربېره په کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال، د یاد وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رییس، دننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، د ننګرهار د چاپېریال ساتنې، وادي کرنیز امارتي شرکت ریاستونو مسؤلینو او د بېلابېلو خصوصي مؤسساتو استازو ګډون کړی و.
د نندارتون د پرانیستې مراسمو ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رییس شیخ انعام الله مدني د علمي څېړنو د ترسراوي په ارزښت خبرې وکړې او د څېړونکو محصلینو هڅې یې وستایلې.
نوموړي وويل: «علوم له تحقیق څخه سرچینه اخلي او دا د پوهنتونونو دنده ده، چې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه څېړنې وکړي او پایلې یې له اړوندو سکتوري ادارو او بنسټونو سره شریکې کړي.»
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه په خپله وینا کې د هېواد د پوهنتونونو په کچه د څېړنو پر اوس مهالي وضعیت خبرې وکړې او د هغې د ښه والي او بهبود لپاره یې د خپلو پلانونو او پروګرامونو په اړه د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل.
نوموړي د پوهنتون د مشرتابه او کرنې پوهنځی مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ استادانو او محصلینو ته د اصولو سره سم د څېړنو د ترسراوي سپارښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې په یاده برخه کې به ورته ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن دننګرهار پوهنتون کې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې پر څیړنو خوښې وښوده او محصلینو ته یي د کرنې ریاست په فارمونو کې د تېر په څیر د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي محسن وویل، چې د ننګرهار د کرنې ریاست په څېړنیزو فامونو او نورو اړونده برخو کې ۱۴ تنو محصلینو ته دڅېړنو زمینه برابره شوې ده. 
په پاى کې څېړونکو محصلینو د غله جاتو، حبوباتو او لبنیاتو په اړه د خپلو ترسره کړو څېړنو پایلې د پوسټر پریزنټېشن له لارې د غونډې برخوالو سره شریکې کړې.
د یادونې وړ ده، چې د یاد نندارتون په څنډه کې د ننګرهار پوهنتون رییس د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت او د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ادارو مسؤلینو سره د ګډو همکاریو هوکړهلیکونه هم لاسلیک کړل.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت