د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د مالدارۍ فارم څخه د ننګرهار پوهنتون د وترنرۍ پوهنځي زده‌کړیالانو لیدنه  

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۰:۴۵
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د مالدارۍ فارم څخه د ننګرهار پوهنتون د وترنرۍ پوهنځي زده‌کړیالانو لیدنه  

د ننګرهار پوهنتون د وترنري پوهنځي د درېیم ټولګي ۶۰ تنو زده کړیالانو د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د مالدارۍ فارم څخه لیدنه وکړه.
دغه لیدنه د درېیو استادانو، پوهنوال پیرمحمد ستانکزي، پوهندوی محمد عظیم «ابراهیم خیل» او پوهنمل حنیف الله «باوري»، په مشرۍ ترسره شوه.
د ننګرهار پوهنتون استادانو او زده کړیالانو یاده لیدنه ګټوره وبلله او د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له مشرتابه، مالدارۍ فارم او مسؤلینو څخه یې مننه وکړه، چې د لیدنې زمینه یې برابره کړه او د زده کړیالانو پوښتنې یې په بشپړه توګه ځواب کړې.
او دغه لیدنه یې د وترنري زده کړو په برخه کې د عملي مهارتونو د زیاتولو لپاره ارزښتناکه وګڼله.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت