د کرنې وزارت پلاوي د هلمند ولایت د کرنې رییس سره ناسته وکړه  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۴:۵
د کرنې وزارت پلاوي د هلمند ولایت د کرنې رییس سره ناسته وکړه  

۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څخه راغلي پلاوي چې مشري یې د ځمکو د اصلاح او زهکشۍ رییس مولوي شېرمحمد حاتمي کوله، د هلمند ولایت کرنې رئیس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج سره د هغه په دفتر کې ناسته وکړه.
د راغلي پلاوي مشر مولوي شېرمحمد حاتمي وویل: چې د کرنې وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې غواړي په هلمند کې د اوبو تنظیم او مدیریت په موخه پروژې پلي کړي. هغه زیاته کړه چې د یادو پروژو د تطبیق لپاره، د کرنې ریاست سره په همغږۍ کار ترسره کېږي.
د پلاوي د معلوماتو له مخې، د عمومي او فرعي زابرانو پاکولو، د ځمکو اوارولو او وچو ځمکو تر اوبو لاندې کولو په موخه د هلمند په اووه ولسوالیو کې سروې شوې، چې له مخې یې مستحقي سیمې په نښه شوي او ځینې پروژې منظورې شوي دي.  
د هلمند ولایت کرنې رئیس، الحاج مولوي نیازمحمد وهاج، د راغلي پلاوي هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې په ټولو کاري ساحو کې به بشپړه همکاري او سهولتونه برابر کړي. هغه ټینګار وکړ، چې ټولې پراختیایي پروژې به د نقشې او مشخصاتو مطابق په ټاکلي وخت تطبیق شي.
د یادونې وړه ده، چې څو مياشتې وړاندې د هلمند کرنې رئیس پلازمېنې ته د خپل سفر پر مهال د کرنې وزارت له مسؤلینو غوښتي وو، چې دې ولایت ته زیاته پاملرنه وکړي. هغه د کرنې سکتور د ودې لپاره د پراختیایي پروژو منظورولو غوښتنه کړې وه، چې مسؤلینو ورته د همکارۍ ډاډ ورکړی و.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

بازگشت