د کندهار خاکریز کې د چکډیم د ودانیزو چارو پرمختګ  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۳:۵۷
د کندهار خاکریز کې د چکډیم د ودانیزو چارو پرمختګ  

۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دخاکریز په ولسوالی کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د چکډیم ودانیزې چارې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو روانې دي، چې تر دې دمه یې ۷۰ سلنه پرمختګ کړی دی. د دې پروژې چارې د افغانستان کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په مالي ملاتړ او د یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ ترسره کېږي.
د یاد چکډیم د چارو د پرمختګ او کیفیت د ارزونې په موخه د افغانستان کرنې وزارت استازي انجنیر محمد یونس توتاخیل او د کندهار د طبیعي سرچینو آمر انجنیر سلیمان څاګر له لوري څارنه وشوه. په دې ترڅ کې د ودانیزو چارو هر اړخیزه کتنه ترسره شوه او د انجینرانو له لوري د چارو د لا ښه‌والي او کیفیت لوړولو لپاره سپارښتنې وړاندې شوې.
دا چکډیم د ۸۷ متره اوږدوالي، ۴ متره پراخوالي او ۷ مترو په لوړوالي سره په اساسي او پایدار ډول جوړېږي. د دې پروژې په ترڅ کې ۱۰ کسانو ته په فني برخو او ۱۵ کسانو ته په غیرفني برخو کې د کار زمینه برابره شوې ده. د چکډیم پاتې چارې به د درېیو اونیو په موده کې بشپړې شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.  .
یاده دې وي چې په همدې ورځ په خاکریز ولسوالۍ کې د یو حوض د جوړېدو تخنیکي سروې هم بشپړه شوې، چې د جوړېدو چارې به یې د روانې اونۍ په اوږدو کې پیل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

بازگشت