پر کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو، د لوړو مالیاتو د کمولو په موخه غونډه ترسره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۰:۸
پر کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو، د لوړو مالیاتو د کمولو په موخه غونډه ترسره شوه

۲۰ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د لوړو مالیاتو د ارزولو لپاره یوه غونډه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ جوړه شوه. چې پکې د نباتاتو د ساتنې او کرنتین رئیس مولوي ادریس حنیف، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسؤلینو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو او د ملي ستندرد ادارې چارواکو ګډون کړی و.  
په دې غونډه کې مولوي ادریس حنیف ګاونډیو هېوادونو ته د صادراتو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او په ګمرکونو کې یې شته ستونزې او د لوړو مالیاتو ستونزه یاده کړه او د مالیاتو کمولو غوښتنه یې وکړه، ترڅو سوداګر لا ډېرې پانګونې ته وهڅول شي.  
همدارنګه، د اړوندو ادارو مسؤلینو وړاندیز وکړ، چې د مالیاتو د تنظیم لپاره دې یو ځانګړی طرزالعمل جوړ شي، ترڅو د مالیاتو بهیر اسانه او د سوداګرو ستونزې حل شي.

برگزاری جلسه به منظور کاهش تعرفه‌های مالیاتی بالای محصولات زراعتی و مالداری 
۲۰ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه‌ای با هدف بررسی تعرفه‌های مالیاتی بالای محصولات زراعتی و مالداری به ریاست مولوی صدر اعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با حضور مولوی ادریس حنیف رئیس حفاظت نباتات و قرنطین، مسئولان وزارت صنعت و تجارت، اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری و اداره ملی استندرد برگزار شد.
در این نشست، مولوی ادریس حنیف بر اهمیت توسعه صادرات به کشورهای همسایه تأکید کرد و مشکلات موجود در گمرکات و میزان بالای مالیات را مطرح نمود. وی خواستار کاهش مالیات برای تشویق تجار به سرمایه‌گذاری بیشتر شد.
همچنین، مسئولان نهادهای مربوطه پیشنهاد تهیه یک طرزالعمل مشخص برای تنظیم مالیات را مطرح کردند تا روند مالیاتی تسهیل و مشکلات تجار کاهش یابد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت