د پکتیکا مرکز ښرنې او مټاخان ولسوالیو کې د ربیز ناروغۍ د مخنیوي واکسین کمپاین پیل شو 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۴:۳۳
د پکتیکا مرکز ښرنې او مټاخان ولسوالیو کې د ربیز ناروغۍ د مخنیوي واکسین کمپاین پیل شو 

۱۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د څارویو روغتیا عمومي ریاست په لارښوونه، په مرکز ښرنې او مټاخان ولسوالیو کې د لیوني سپي (ربیز) ناروغۍ د مخنیوي په موخه واکسین کمپاین پیل شو. د دې پروګرام لپاره د وزارت څخه دوه تنه د اپیډیمولوژي وترنر ډاکتران ګمارل شوي وو، چې خپل ترتیب شوی پلان یې د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست رئیس الحاج مولوي محمدزمان (عمري) او د مالدارۍ امریت مسلکي کارمندانو سره شریک کړ.  
یاد کمپاین له هغې وروسته پیل شو، چې د پکتیکا په ځینو سیمو کې د لیونیو سپیو مثبتې پېښې ثبت شوې وې. د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د وزارت له لوري پکتیکا ولایت ته واکسین منظور شوی و. په کمپاین کې به کورني سپي واکسین شي او د ناروغۍ د کنټرول لپاره اړینې هڅې ترسره کېږي.  
سربېره پر دې، عامو مالدارانو ته به د ربیز ناروغۍ، خطرونو او د واکسین اهمیت په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شي. د کرنې ریاست رئیس الحاج مولوي محمدزمان (عمري) د یاد ټیم سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او د پروګرام د بریالي تطبیق لپاره یې بشپړ ملاتړ څرګند کړ.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

بازگشت