د ننګرهار بهسودو کې ۳۰ بېوزله او ناچاره مېرمنو ته کورني چرګان ووېشل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۴:۲۷
د ننګرهار بهسودو کې ۳۰ بېوزله او ناچاره مېرمنو ته کورني چرګان ووېشل شول

۱۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان راتلونکي لپاره ټولنیزه پرمختیايي  مؤسسې ېپه تخنیکي همکارۍ او د سرچ ادارې په مالي ملاتړ بهسودو ولسوالی کې ۳۰ ناچاره او کونډو مېرمنو ته د هګۍ چرګې ووېشل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې هرې کورنۍ ته ۱۵ قطعي چرګې، ۵۰ کیلو ګرامه خوراکه، هګۍ ټولولو پچۍ، دانه خورې، آب خورې، جالۍ او درمل ورکړل شو.
ښاغلي محسن د  ټاکل شوو مېرمنو محرمانو ته د چرګانو ساتنې او کورنۍ اقتصاد پیاوړتیا په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو روزنې، ساتني، وقایي، تداوۍ، هګیو ټولولو، ددانې استعمال، بازار موندنې او نورو برخو کې روزنه هم ورکړل شوې ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت