ننګرهار کې د مالدارۍ فرعي محصولاتو کاروباریانو ته دوه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۴:۳۵
ننګرهار کې د مالدارۍ فرعي محصولاتو کاروباریانو ته دوه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

۱۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د ننګرهار او لغمان ولایتونو ۴۴ د مالدارۍ فرعي محصولاتو کاروباریانو ته د حفظ الصحې مراعت کولو، ناروغیو مخنیوي او وړیو مینځلو په برخه کې دوه ورځني روزنه ورکړل شوه.
دننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د وړیو او کشمیرې او نورو فرعي محصولاتو پر ارزښت، کاروبار، او اړتیا تفصیلی خبرې وکړې.
ښاغلي محسن یاد ورکشاپ د وړیو مینځلو او ناروغیو مخنیوي په برخه کې اړین وباله او خصوصي سکتور پیاوړتیا په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د هالینډ کمېټې د ختیځ زون مسؤل داکتر رحیم الله سلیمي وویل، چې دوی څو میاشتې وړاندې د ننګرهار او لغمان په مختلفو ولسوالیو کې د مالدارۍ فرعي محصولاتو د خرڅلاو مرکزونو جوړولو ترڅنګ اړین وسایل او نغدې پیسې هم ورکړې وې.
ښاغلي سلیمي وویل، چې د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او  د دوی کاروبار لا وغوړیدا په موخه وخت پر وخت ورته روزنیز پروګرامونه برابروي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

بازگشت