د کندهار غورک کې یو زر او ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۹:۲۹
555

د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د خوراک او کرنې نړیوال سازمان (ایف. اې. او) په مالي ملاتړ، د اکټیډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د غورک ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې یو زر او ۵۰۰ اړمنو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه.
په دې مرسته کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره او ۵۰ کیلو توره سره ورکړل شوه. د دې مرستې موخه د بزګرانو د حاصلاتو کچې لوړول، د کمې ځمکې څخه د زیات تولید ترلاسه کول او د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کول دي. د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش به د غنمو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړي.
د غورک بزګرانو د دې مرستې هرکلی وکړ او د کرنې سکتور د پرمختګ لپاره یې د ورته ملاتړ غوښتنه وکړه.
همدارنګه، تېره ورځ په ژړۍ ولسوالۍ کې هم دوه زره اړمنو بزګرانو ته د ورته مرستې وېش ترسره شوی و، چې د بزګرانو له مثبت غبرګون سره مخ شو. د یادو مرستو ترسره کول د کرنې سکتور د پراختیا لپاره یوه مهمه هڅه ګڼل کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

بازگشت