د پکتیکا ګیان کې لسګونو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۹:۲۰
د پکتیکا ګیان کې لسګونو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د (آر،آر،اې،اې) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د ګیان ولسوالی کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې ۳۰۰ اړمنو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره د یوې شفافې پروسې له لارې ووېشل شوه.
په دې پروسه کې هغه بزګران مستحق وګڼل شول چې د ۲ څخه تر ۵ جریبه پورې ځمکه لري، اقتصادي وضعیت یې ضعیف دی او د تخم او سرې د پېرلو توان نه لري. هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره او ۵۰ کیلو توره سره ورکړل شوه، څو بزګران د راتلونکي فصل لپاره پر وخت چمتو شي.
د دې مرستو موخه په پکتیکا کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرانو او ځمکوالو ملاتړ او له کمو ځمکو څخه د ډېرو حاصلاتو ترلاسه کول دي، چې د ولایت په کچه د کرنیزو تولیداتو د ودې لپاره مهم ګام دی.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د پکتیکا یوشمېر ولسوالیو کې ورته مرستې وېشل شوي، چې پکې زرګونو بزګرانو ته د غنمو تخم او کیمیاوي سره رسېدلې ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۸:۴۶
Background image

د جلغوزیو ځنګلونو د شخړو د حل په پار الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو ته د لغمان دکرنې رییس سفر

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د ولایتي ګډ پلاوي په ملتیا الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو ته سفر وکړ، څو د جلغوزیو ځنګلونو د حاصلاتو د شخړو د حل په موخه له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۸:۴۴
Background image

جوزجان ولایت ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر 

د مالدارۍ او د حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر په مشري یو پلاوی، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مقام د سلاکارانو میرویس خوگیاني او ولي وزیري، په ملتیا جوزجان ولایت ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۸:۲۵
Background image

امام صاحب ولسوالی ته د کندز دکرنې رییس سفر 

د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد عابد د یوې پلاوي په مشرۍ د کرنې او مالدارۍ سکتور ستونزو ارزونې او همدارنګه د ولسوالی له سیمه ییزو چارواکو سره د لا ښه همغږۍ. . .

بازگشت