پکتیکا کې د سړو خونو د جوړولو په اړه غونډه وشوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۹:۴
جلسه پیرامون اعمار سردخانه‌ها در ولایت پکتیکا برگزار شد

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان په مشرۍ د پکتیکا ولایت لپاره د سړو خونو د جوړولو په اړه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ خونې مسؤلینو او د وزارت یو شمېر رئیسانو ګډون وکړ. غونډه د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د پریکړې د تطبیق په موخه ترسره شوه چې په پکتیکا ولایت کې د سړو خونو جوړولو ته ځانګړې شوې وه.
مولوي باز محمد فیضان په دې غونډه کې ټینګار وکړ: «د پکتیکا ولایت مقام او خلکو سره دې همغږي وشي او د سړو خونو لپاره دې مناسب ځایونه ځانګړي شي. د کرنې وزارت د دغو سړو خونو د جوړولو لپاره اړین ګامونو پورته کولو ته ژمن دی.»
په غونډه کې ګډونوالو په پکتیکا ولایت کې د مېوو او سبزیجاتو د ساتلو لپاره د سړو خونو د ځای او جوړولو څرنګوالي په اړه بحث او نظریات شریک کړل.
د دغو سړو خونو جوړول کولی شي د پکتیکا ولایت د بزګرانو او د دې ولایت د انګور اډې د لارې سوداګرو ستونزې تر یوې کچې کمې کړي.

جلسه پیرامون اعمار سردخانه‌ها در ولایت پکتیکا برگزار شد
۱۳ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه‌ای به ریاست مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور مسئولان اتاق زراعت و مالداری و تعدادی از روسای این وزارت، درباره اعمار سردخانه‌ها در ولایت پکتیکا برگزار شد.
این جلسه با هدف تطبیق فیصله کابینه امارت اسلامی افغانستان در مورد احداث سردخانه‌ها در ولایت پکتیکا برگزار شد و مسئولان اتاق زراعت و مالداری نیز در آن شرکت داشتند.
در این جلسه مولوی بازمحمد فیضان تأکید کرد: «هماهنگی با مقام ولایت پکتیکا و مردم انجام شود و مکان مناسب برای سردخانه‌ها مشخص گردد. وزارت زراعت متعهد به انجام اقدامات لازم برای اعمار این سردخانه‌ها است.»
حاضران در این جلسه درباره نحوه انتخاب مکان و ساخت سردخانه‌هایی برای نگهداری میوه‌جات و سبزیجات در ولایت پکتیکا بحث و تبادل نظر کردند.
احداث این سردخانه‌ها می‌تواند بخشی از مشکلات دهقانان ولایت پکتیکا و تجار مسیر انگور اده این ولایت را کاهش دهد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

بازگشت