لغمان کې پر ۸۴۸ بڼوالو د حاصلاتو راټولولو اړین توکي وېشل شوي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۳:۶
لغمان کې پر ۸۴۸ بڼوالو د حاصلاتو راټولولو اړین توکي وېشل شوي

۱۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې دغه ولایت کې پر ۸۴۸ بڼوالو د حاصلاتو د راټولولو اړوند اړین توکي وېشل شوې دي.
ددې مرستې په ترڅ کې د لغمان ولایت د مرکز مهترلام او د یاد ولایت د قرغیو ولسوالی اړوند پر ۸۴۸ د دوه میلیونه او ۵۷۷ زره او ۴۰۰ افغانیو په ارزښت د بڼونو د حاصلاتو راټولولو اړوند اړین توکي وېشل شوي دي.
د بڼوالۍ اړوند د حاصلاتو د راټولولو دغه توکي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکاري او د یو‌اېن‌ډي‌پي په مالي او اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي مرسته بڼوالو ته ورکړل شوي دي.
په مرسته شویو توکو کې هر بڼوال ته یو کېټ ورکړل شوی، چې په‌کې یوه المونیمي زینه، د مېوې وزن معلومولو تلی، له ونې څخه د مېوې راټولولو قیچې او د مېوې د لېږد کرېټونه شاملې دي.
د لغمان د کرنې ریاست او مرسته‌کوونکی مؤسسې د یاد توکو د وېش پرمهال له بڼوالو غوښتنه وکړه، چې یاد توکي د حاصالاتو راټولولو کې وکاروي.
مرسته ترلاسه‌کوونکي بڼوال له یادو مرستو خوښ دي او غوښتنه کوي، چې راتلونکې کې دې هم ورته اړینې  مرستې ورسره وشي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت