د کندهار ارغنداب کې د طبیعي بوټو ساتنې دوه ورځنی کمپاین ترسره شو 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۱:۳۲
د کندهار ارغنداب کې د طبیعي بوټو ساتنې دوه ورځنی کمپاین ترسره شو 

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ارغنداب ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د څړځایونو د تنظیم ټیم په مشرۍ دوه ورځنی کمپاین ترسره شو. دغه کمپاین د طبیعي بوټو، رودخونو او څړځایونو د ساتنې او عامه پوهاوي لپاره د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ترسره شو.
د کمپاین په ترڅ کې څلور کسان د طبیعي بوټو د پرېکولو په تړاو ونیول شول او اړوندو ارګانونو ته وسپارل شول. د مسؤلینو په وینا، د کمپاین پر مهال د سیمې اوسېدونکو او مالدارانو ته د طبیعي زېرمو، څړځایونو او رودخونو د ارزښت او ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
په پای کې د طبیعي زېرمو د ساتنې پر اهمیت ټینګار وشو او خلک د دې شتمنیو د تخریب او زیانمنولو په کلکه منع شول.
د کندهار د کرنې ریاست مسؤلین وايي چې د طبیعي بوټو او سرچینو د تخریب د مخنیوي لپاره یې هڅې ګړندۍ کړې دي. دغه ریاست ژمن دی، چې هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د هېواد طبیعي شتمنیو ته زیان ورسوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۲۴
Background image

خوست کې د عشر او زکات کارکوونکو ته ۱۳ موټرسایکیلونه ووېشل شول

۲۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات کارکوونکو ته د چارو د لا اغېزمن تطبیق او د ولسوالیو مدیرانو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۱۰
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په فارمونو کې د غنمو پراخ کښت؛ ولاړ کښت په ښه حالت کې دی

۲۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د مطبوعاتو له مخې، د یاد شرکت په څلورګونو فارمونو کې پر پراخو او حاصلخېزو ځمکو د غنمو پراخ کښت ترسره شوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د عزیزی ګروپ له چارواکو سره وکتل

۲۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مقر کې د «عزیزی ګروپ» له اجرائیوي رییس. . .

بازگشت