کندهار کې د ځان بسیاینې زرغون انقلاب نړۍوال کنفرانس لومړۍ ورځ پای ته ورسېد

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۵
د کرنې وزارت په همکارۍ، او د کابل پوهنتون له لوري د کندهار په اناستو پوهنتون کې د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره زرغون انقلاب تر سرلیک لاندې لومړۍ نړۍواله کنفرانس ترسره شو، چې د لومړۍ ورځې چارې یې پای ته ورسېدې.

د کرنې وزارت په همکارۍ، او د کابل پوهنتون له لوري د کندهار په اناستو پوهنتون کې د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره زرغون انقلاب تر سرلیک لاندې لومړۍ نړۍواله کنفرانس ترسره شو، چې د لومړۍ ورځې چارې یې پای ته ورسېدې.
په دې کنفرانس کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د لوړو زده کړو وزیر شیخ مولوي نداءمحمد ندیم، د ا.ا.ا مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اوبو او انرژۍ وزارت تخنیکي سلاکار مولوي محمد فاروق عظم، د کندهار والي ملا محمد شیرین اخند، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي فضل الباري فضلي، د حج او اوقافو رییس مولوي عبدالبصیر فائز، د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د کرنې رییسانو، د کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو استادانو او زده کړیالانو ګډون کړی و.
د کابل پوهنتون او د کندهار اناستو پوهنتون رییسانو د وینا پر مهال د ا.ا.ا زعیم، عالیقدر آمیرالمؤمنین شیخ صاحب (حفظه‌الله تعالی) له پیرزوینې څخه مننه وکړل، چې یاد کنفرانس په کندهار ترسره شوه او هیله یې وښوده، چې په راتلونکي کې دې ورته کنفرانسونه جوړ شي.
د کندهار والي ملا محمد شیرین اخند په خپله وینا کې وویل: «په نړۍ کې اقتصاد د سوداګرۍ، کرنې، مالدارۍ او صنعت په مرسته بډای کېږي.» هغه زیاته کړه، چې افغانستان د کرنې او مالدارۍ لپاره غوره آب‌وهوا لري، چې په کې هر ډول نبات ښه وده کوي. د کندهار والي د افغانستان د اوبو شتمنۍ ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې افغانستان د کرنې لپاره کافي اوبه لري.
د ا.ا.ا ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد له کرنیزو پوهنتونونو څخه وغوښتل، چې دا ډول کنفرانسونه دې ولسوالیو ته هم وغځوي، بزګرانو ته دې د عصري کرنې په موخه روزنه ورکړي، ښه تخمونه دې دود کړي، او د اوبو لګولو لپاره منظم سیستمونه رامنځته کړي. هغه په کرنه کې د نوې او مؤثره میتودونو رامنځته کولو ټنګار وکړ.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري وویل: «موږ ژمنه کوو چې د استادانو او متخصصینو له لوري وړاندې شوي مقالې او طرحې به د خپل وزارت په چوکاټ کې عملي کړو. د پوهنتونونو او څېړنیزو بنسټونو په همکارۍ به حیواني او نباتي تولیداتو ته وده ورکړو، ترڅو د خوړو دوامداره خوندیتوب یقیني کړو. زموږ موخه داده چې افغانستان له دښتو څخه شنه او حاصل خېزو ځمکو ته واړوو، ترڅو د اقلیمي بدلونونو ګواښونه کم او د خوړو خوندیتوب تأمین کړو».
د لوړو زده کړو وزیر شیخ مولوي نداءمحمد ندیم د کرنې د ودې لپاره پر همیشني کار ټینګار وکړ او د ستونزو د حل په برخه کې یې ټولو ته ډاډ ورکړ. هغه زیاته کړه، چې په هېواد کې د پرمختیايي پروژو چارې روانې دي، لکه د قوش‌تپې کانال او کابل-کندهار لویه لاره. هغه وویل، چې دا ډول کنفرانسونه د افغانستان د پرمختګ د ارادې څرګندونه کوي.
دا لومړی ځل ده، چې په کندهار کې د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره زرغون انقلاب نړۍوال کنفرانس جوړېږي. د دې کنفرانس په درې ورځو کې به ۸۵ علمي مقالې وړاندې شي، او د ۱۰ هېوادونو متخصصان به د ا.ا.ا مسؤلینو او کورنیو متخصصینو سره د کرنې د پرمختګ او ستونزو د حل لارې وڅېړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت