د لغمان الینګار کې د عشر او زکات عامه پوهاوي ناسته ترسره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۰:۱۰
د لغمان الینګار کې د عشر او زکات عامه پوهاوي ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د الینګار ولسوالی د عشر او زکات مسؤلینو د کشردکاه سیمې قومي مشرانو او علمای کرامو سره د عشر او زکات په اړه د عامه پوهاوي ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د عشر مدیر نورالله حنفي د اسلامي شریعت په رڼا کې د عشر او زکات د ورکړې اهمیت تشریح کړ او د امیرالمؤمنین حفظه الله حکم یې ولوست. نوموړي د سیمې قومي مشرانو او علمای کرامو څخه وغوښتل چې د عشر د عاملینو سره د دې چارې د ترسره کولو پر مهال همکاري وکړي. چې قومي مشرانو او علمای کرامو د پوره ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.  
له ناستې وروسته، د عشر د راټولولو مسؤلین سیمې ته لاړل او هلته یې د وریجو د فصل د عشر راټولولو بهیر څارنه وکړه. هغوی عاملینو ته سپارښتنه وکړه چې له ولسونو سره د عشر د ورکړې پر مهال ښه چلند وکړي.
د عشر او زکات راټولول د اسلامي شریعت له مهمو احکامو څخه دي، چې د ټولنې د بېوزلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځانګړې کېږي. د لغمان کرنې ریاست په دې برخه کې د عامه پوهاوي ناستې ترسره کوي، ترڅو د ولسونو همکاري ترلاسه او دا بهیر په اغېزناک ډول ترسره شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د خوست سپېرې ولسوالی کې د اوبو مهارولو پروژې چارې پیل شوې

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د سپېرې ولسوالی په درېیو کلیو (ښنګ، تروه او ډانډکي) کې د اوبو مهارولو پروژې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۴۴
Background image

خوست کې د عشر او زکات راټولولو پروسې د ښه تنظیم او د چارو د لا ښه والي په موخه غونډه دایره شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات عوایدو د تنظیم او محاسبې آمریت له لوري د عشر او زکات راټولولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۲
Background image

د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه 

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه. 
په دغه غونډه کې، چې د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ارزونې، استملاک او. . .

بازگشت