د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره د زرغون انقلاب لومړنۍ نړۍواله غونډه په کندهار کې جوړېږي

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۹:۲۶
د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره د زرغون انقلاب لومړنۍ نړۍواله غونډه په کندهار کې جوړېږي


۴ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
ټاکل شوې، چې سبا د کابل پوهنتون لخوا د کندهار ولایت د اناستو په پوهنتون کې د "افغانستان د ځان بسیاینې لپاره زرغون انقلاب" تر سرلیک لاندې لومړنۍ نړۍواله غونډه جوړه شي.
په دغه کنفرانس کې د کاناډا، نایجېریا، تایلنډ، هند، پاکستان، قطر، بنګلادېش، مصر، ترکیې او ایران د کرنې کارپوهان، سیاستوال او صنعت‌کاران ګډون کوي او د کرنې سکتور د پراختیا او په دې برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره به خپلې علمي مقالې او حل لارې وړاندې کړي.
دغه راز، د کندهار ولایت مشران، د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غړي او کورني متخصصان هم په دې پروګرام کې ګډون کوي. ټاکل شوې ده، چې د کرنې وزیر مولوي عطاالله عمري به په دې غونډه کې وینا وکړي.
د کرنې وزارت د بېلابېلو برخو رییسان او  متخصصان به هم خپلې هغه مقالې وړاندې کړي، چې په دې برخه کې یې ترتیب کړي دي.
 دا غونډه د کورنیو او نړۍوالو متخصصانو ترمنځ د نظریاتو د تبادلې او د کرنې د پراختیا او د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره د اغېزمنو حل لارو د وړاندې کولو لپاره یو مهم فرصت بلل کېږي.

برگزاری نخستین کنفرانس بین‌المللی انقلاب سبز برای خودکفایی افغانستان در کندهار
۴ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
قرار است فردا نخستین کنفرانس بین‌المللی تحت عنوان "انقلاب سبز برای خودکفایی افغانستان" از سوی دانشگاه کابل در دانشگاه اناستو ولایت کندهار برگزار شود.
در این کنفرانس، متخصصان، سیاست‌گذاران و صنعت‌کاران بخش زراعت از کشورهای کانادا، نیجریه، تایلند، هند، پاکستان، قطر، بنگلادش، مصر، ترکیه و ایران گردهم آمده و مقالات علمی و راه‌حل‌هایی را برای توسعه سکتور زراعت و رفع مشکلات موجود در این بخش ارائه خواهند کرد.
همچنین، بزرگان ولایت کندهار، اعضای کابینه امارت اسلامی افغانستان و متخصصان داخلی در این برنامه اشتراک خواهند کرد. قرار است مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت، در این کنفرانس سخنرانی کند.
رئیسان و متخصصان بخش‌های مختلف وزارت زراعت نیز مقالاتی را که در این زمینه ترتیب داده‌اند، قرائت خواهند کرد. این کنفرانس فرصتی برای تبادل نظر میان متخصصان داخلی و خارجی و همچنین ارائه راهکارهای موثر برای توسعه زراعت و خودکفایی افغانستان به شمار می‌رود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

بازگشت