د پکتیکا کرنې رئیس د قومي مشرانو او سپین ږیرو سره ولیدل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۹:۱۴
د پکتیکا کرنې رئیس د قومي مشرانو او سپین ږیرو سره ولیدل

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا ولایت کرنې ریاست رئیس الحاج مولوي محمدزمان (عمري) د قومي مشرانو او سپین ږیرو سره په خپل دفتر کې ناسته وکړه.  
په دې لیدنه کې د وړممي او نعمت آباد قومي مشرانو او سپین ږیرو د خپلو سیمو ټولنیزې، پرمختیایي او اقتصادي ستونزې د کرنې ریاست له رئیس سره شریکې کړې او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.  
الحاج مولوي محمدزمان (عمري) قومي مشرانو او سپین ږیرو ته د ځنګلونو د ساتنې او پالنې په اړه لازمې سپارښتنې وکړې او د ستونزو د حل ژمنه یې ورسره وکړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت