د کندهار ژړۍ کې دوه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۲۳
د کندهار ژړۍ کې دوه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د خوراک نړیوال سازمان (ایف.اې.او) په مالي ملاتړ او د (او.آیچ.ډبلیو) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د ژړۍ ولسوالی کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې دوه زره اړمنو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره د یوې شفافې پروسې له لارې ووېشل شوه.
په دې پروسه کې هغه بزګران مستحق وګڼل شول چې د ۲ څخه تر ۵ جریبه پورې ځمکه لري، اقتصادي وضعیت یې ضعیف دی او د تخم او سرې د پېرلو توان نه لري. هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره او ۵۰ کیلو توره سره ورکړل شوه، څو بزګران د راتلونکي فصل لپاره پر وخت چمتو شي.
د دې مرستو موخه په کندهار کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرانو او ځمکوالو ملاتړ او له کمو ځمکو څخه د ډېرو حاصلاتو ترلاسه کول دي، چې د ولایت په کچه د کرنیزو تولیداتو د ودې لپاره مهم ګام دی.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په یوشمېر ولسوالیو کې هم ورته مرستې وېشل شوي، چې پکې زرګونو بزګرانو ته د غنمو تخم او کیمیاوي سره رسېدلې ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۱۸
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د ځنګلونو ارزښت او د قطع کولو د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ترسره شو

۱۸وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د تڼیو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر څارنې لاندې، د آفرین مؤسسې په همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۱۴
Background image

د کندز د کرنې رییس د سره صلیب د شمال زون له اقتصادي مسؤول سره وکتل

۱۸وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیاز محمد عابد د سره صلیب د کمیټې د شمال زون له اقتصادي مسؤول اکرام الدین امیري سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت د کرنې نوی رییس معرفي شو

۱۸وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د حکم پر بنسټ، مولوي لعل محمد ګوهر د پکتیکا د کرنې. . .

بازگشت