هلمند کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د بدیل معیشت عامه پوهاوي غونډه وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۲:۲۲
هلمند کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د بدیل معیشت عامه پوهاوي غونډه وشوه

۲۹ لړم ۱۴۰۳هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶هـ.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د کرنې وزارت په لارښوونه او مالي ملاتړ، د مرکز لښکرګاه سټار هوټل په تالار کې د عامه پوهاوي یوه ستره غونډه جوړه شوه. 
په دې غونډه کې د کرنې ریاست مسؤلینو، د ولایت مقام استازو، د امارتی ادارو مسؤلینو، بزګرانو، بڼوالو او د هلمند سلګونو اوسېدونکو ګډون کړی و.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي نیازمحمد وهاج د غونډې پر مهال د نشه‌يي توکو کرکیلې د زیانونو او ګټورو نباتاتو کرنې د ګټو په اړه ګډونوالو ته مفصل معلومات وړاندې کړل. نوموړي د معیشت بدیل پروګرامونو په ترڅ کې د نويو کرنیزو خدمتونو د پلي کېدو خبر ورکړ او د اینجې د کرنې او شنو خونو پروژو ژر پیل ته خپله ژمنتیا څرګنده کړه.
په غونډه کې د بېلابېلو ادارو مسؤلینو هم ویناوې وکړې او د کرنې سکتور د ودې لپاره خپل وړاندیزونه وړاندې کړل. د غونډې په وروستۍ برخه کې ګډونوالو خپلې غوښتنې او وړاندیزونه مسؤلینو ته وړاندې کړل، چې هغوی د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
دا غونډه د هلمند ولایت د کرنې سکتور د ودې او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د بدیل معیشت رامنځته کولو په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

بازگشت