دکندهار بولدک کې د نږدې شپږ میلیونه افغاینو په لګښت د درېیو کانالونو رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۳:۳۰
دکندهار بولدک کې د نږدې شپږ میلیونه افغاینو په لګښت د درېیو کانالونو رغنیزې چارې پیل شوې

۲۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو. ان. ډې. پي) ادارې په مالي ملاتړ، او د یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ د سپین بولدک ولسوالی په زنانه مارکیټ، کسیِ او ستون کاریز سیمو کې د ۵.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو درې کانالونه جوړېږي، چې د یادو کانالونو له ډلې د زنانه مارکیټ د اوبو رسولو کانال رعنیزې چارې رسماً پیل شوې. د یاد کانالونو جوړېدو چارې د کندهار طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د زنانه مارکیټ کانال به د ۱۸۰ متره په اوږدوالي، ۵ متره په پراخوالي او ۱،۳۰ مترو په لوړوالي سره په اساسي او پایدار ډول جوړ شي. د یاد کانال جوړېدو سره سم ۱۰ تنو ته په فني او ۳۰ تنو ته په غیرفني برخو کې د کار زمینه برابره شوې ده. د یاد کانال جوړېدو چارې به د ۴۵ ورځو په لړ کې بشپړ شي.
 دا کانال چې د بولدک ولسوالی د کرنیزو ځمکو او بڼونو خړوبولو په موخه جوړېږي، د سیمې د زرګونو بزګرانو لپاره د اوبو د دوامداره او خوندي لاسرسي په برخه کې یو مهم پرمختګ رامنځته کېږي او د اوبو رسولو کې به د یادې سیمي وګړو ته اسانتیا رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت