بغلان کې ۶۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او سره ووېشل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۳:۲۷
بغلان کې ۶۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او سره ووېشل شوه

۲۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د بغلان ولایت فرنګ ولسوالی کې ۶۰۰ بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوي تخم، تورې او سپینې سرې مرسته وشوه. دا مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ او د اکټیډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ چمتو شوي، چې د کرنیزو چارو عمومي مدیریت کارکوونکو د ولسوالۍ مسوولینو او مؤسسې استازو په شتون کې ووېشل شوې.
یادې مرستې هغو بزګرانو ته وېشل کېږي، چې د ۲ تر ۵ جریبه ځمکه لري، اقتصادي وضعیت یې کمزوری دی او د تخم او سرې د پېرلو وس نه لري. په دې مرستو کې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو سپینه او ۵۰ کیلو توره سره ورکړل شوه.
د دې مرستې موخه په فرنګ ولسوالی کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرانو او ځمکوالو ملاتړ او له کمو ځمکو څخه د زیاتو حاصلاتو ترلاسه کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۳:۳۱
Background image

خوست کې ۳۴۶ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونو او سرې مرسته ووېشل شوه

۲۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت علیشیرو او تریزیو ولسوالیو کې ۳۴۶ مستحقو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې. دغه مرسته د خوست د کرنې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۳:۳۰
Background image

دکندهار بولدک کې د نږدې شپږ میلیونه افغاینو په لګښت د درېیو کانالونو رغنیزې چارې پیل شوې

۲۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو. ان. ډې. پي) ادارې په مالي ملاتړ، او د یو خصوصي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۳:۱۴
Background image

ننګرهار کې ۴۶ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۲۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او اکشن ایډ مؤسسې مسؤلینو د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس سره د کارونو د ښې همغږۍ، داصلاح شوي. . .

بازگشت