د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ټیکا دفتر له رییس سره وکتل

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۹:۱۳
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ټیکا دفتر له رییس سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په افغانستان کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې «ټیکا» له مشر فاضل اکین اردوغان سره وکتل.
دغه غونډه، چې د کرنې او مالدارۍ مرستیال په دفتر کې دائره شوې وه، د څېړنې او غلودانو رییسانو او سلاکارانو هم حضور درلود، چې په ترڅ کې یې د افغانستان په څېړنیزو فارمونو کې د اصلاح شویو تخمونو د چمتو کولو او کرلو پر موضوع خبرې اترې وشوې.
د غونډې په پیل کې ښاغلي فاضل اکین اردوغان وویل، چې په تیرو کلونو کې اصلاح شوي تخمونه افغانستان ته لېږدول شوي، د هغوی د کښت پایلې د قناعت وړ دي. نوموړي همدا راز زیاته کړه، ترکیه په پام کې لري چې افغانستان ته دتېلي او ستراتیژیکو بوټو تخمونه وارد کړي او د کرنې او مالدارۍ له مرستیال څخه یې وغوښتل، چې د تخمونو د لېږد، د اړتیا وړ وسایلو او د کښت لپاره د ځمکې د مشخص کولو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دغو غوښتنو په ځواب کې ټینګار وکړ، چې وزارت یې بشپړې همکارۍ ته چمتو دی او هر هغه اداره یا څانګه چې د کروندګرو د ملاتړ، د تجربو د لېږد او د افغانستان خلکو ته د کرنې د میکانیزه کولو په برخه کې کار کوي هرکلی یې کوي.
په دې ناسته کې له بزګرانو سره د مرستې، د بدیل معیشت، د نشه یي توکو د کښت په وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د هلو ځلو د ستاینې او د کښت لپاره د کرنیزو وسایلو او ماشینونو د لیږد په اړه هم خبرې اترې وشوې.
په پاى کې د غونډې له غړو څخه يوه کمېټه وټاکل شوه، چې په لوېديځو او سوېلي ولايتونو کې څېړنيزو فارمونو ته سفر وکړي او د کښت لپاره مناسبې ځمکې مشخصې کړي.

دیدار معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با رئیس دفتر تیکا
۲۰ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با فاضل آکین اردوغان، هماهنگ‌کننده دفترکمک های بشر دوستانه ترکیه در افغانستان« تیکا» در کابل دیدار کرد.
 این دیدار در دفتر معین زراعت و مالداری برگزار شد و رؤسا و مشاوران تحقیقات و غله‌جات نیز در آن  حضور داشتند. در این جلسه، موضوع تهیه و کشت تخم‌های اصلاح‌شده در فارم‌های تحقیقاتی افغانستان مورد بحث و بررسی قرار گرفت.
آقای فاضل آکین اردوغان در آغاز نشست اظهار داشت که در سال‌های گذشته تخم‌های اصلاح‌شده به افغانستان منتقل شده است و نتایج کشت آن‌ها رضایت‌بخش بوده است. وی همچنین افزود که ترکیه قصد دارد تخم‌های نباتات تیلی و استراتیژیک را به افغانستان وارد کند و از معین زراعت و مالداری خواست که تسهیلاتی برای انتقال تخم‌ها، وسایل مورد نیاز و مشخص‌سازی زمین برای کشت فراهم نمایند.
معین زراعت و مالداری نیز در پاسخ به این درخواست‌ها تأکید کرد که وزارت آماده همکاری کامل است و از هر سازمان یا اداره‌ای که در جهت حمایت از دهقانان، انتقال تجارب و میکانیزه‌سازی زراعت به مردم افغانستان فعالیت کند، استقبال خواهد کرد.
در این نشست همچنین بحث‌هایی در مورد حمایت از دهقانان، بدیل‌های معیشتی، تقدیر از تلاش‌های امارت اسلامی در زمینه مقابله با کشت مواد مخدر، و انتقال وسایل و ماشین‌آلات کشاورزی برای کشت انجام شد.
در پایان، کمیته‌ای از اعضای مجلس برای سفر به فارم‌های تحقیقاتی در ولایت‌های غربی و جنوبی و مشخص‌سازی زمین‌های مناسب برای کشت تعیین شد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت لوړپوړي پلاوي کندز کې د ودانیزو او اوبولګولو پروژو څارنه وکړه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د تدارکاتو رییس مولوی عبدالمجید مبارک، کندز ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د هلمند موسی کلا کې یوشمېر بڼوالو سره مرسته وشوه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالی د کرنیزوخدمتونو مدیریت سره په همغږۍ، د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د سولې بنسټ خدماتي مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز کې د «یوریا سپرې» او «مورپتدار» افت پر ضد کمپاینونه په منظم ډول روان دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مېوه‌ لرونکو بڼونو د ساتنې او د نباتي افاتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د بوټو ساتنې د. . .

بازگشت