د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو بهیر د چټکتیا لپاره هڅې

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۹:۷
د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو بهیر د چټکتیا لپاره هڅې

د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو هڅو په دوام، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان اخوند په مشرۍ آنلاین غونډه وشوه. په دې غونډه کې د ۱۱ ولایتونو د کرنې رییسانو سره د دې بهیر د چټکتیا په موخه بحث وشو.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بزګرانو د اضافي غنمو پېر، لېږد او زېرمه کولو پر چټکتیا ټینګار وکړ او د ولایتي کمېټو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې په راتلونکو ۱۵ ورځو کې دې دا بهیر بشپړ کړي.
همدارنګه، نوموړي د پېر، معاینې او زېرمه کولو لپاره ټاکل شویو کمېټو ته لارښوونه وکړه، چې غنم په دقت سره وڅېړي او د ښه کیفیت څخه یې ډاډ ترلاسه کړي. سربېره پر دې، د ولایتونو د کرنې له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې خپلې اړتیاوې د ټاکل شوې فورمې له مخې مرکز ته وړاندې کړي، څو پر وخت ورته رسېدنه وشي.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د پېرل شوو غنمو پر دوامداره څارنه ټینګار وکړ او ولایتي مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د زېرمو دوامدارې څارنې لپاره ځانګړي کارمندان وټاکي.
د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر بنسټ، د بزګرانو اضافي غنم د اسلامي امارت له‌خوا پېرل کېږي او په سیلوګانو کې زېرمه کېږي. په ۱۳ ولایتونو کې شاوخوا ۳۸ زره او ۸۰۰ مټریک ټنه اضافي غنم موجود دي، چې د کرنې وزارت یې د زېرمه کولو اراده لري، څو په بازار کې د بیې د لوړېدو مخنیوی وشي او په مناسب وخت کې بازار ته وړاندې شي. تر اوسه زرګونه مټریک ټنه غنم پېرل او زېرمه شوي دي.

تلاش‌ها  جهت تسریع روند خریداری گندم مازاد دهقانان
۲۰ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
به ادامه تلاش‌ها برای خریداری گندم مازاد دهقانان، جلسه‌ای به‌صورت آنلاین به سرپرستی ملا آغاجان آخوند معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به هدف تسریع این روند با رئیسان زراعت یازده ولایت برگزار شد.
معین مالی و اداری وزارت زراعت در این جلسه بر تسریع خریداری، انتقال و ذخیره‌سازی گندم مازاد دهقانان تأکید کرده و به مسئولان کمیته‌های ولایتی هدایت داد تا این روند را طی ۱۵ روز آینده تکمیل کنند.
همچنین، وی به کمیته‌های توظیف‌شده برای خریداری، معاینه و ذخیره‌سازی هدایت داد تا گندم را به‌دقت بررسی و از کیفیت مطلوب آن اطمینان حاصل کنند. افزون بر این، از مسئولان زراعت ولایات خواست که نیازمندی‌های خود را مطابق به فارمت تعیین‌شده به مرکز پیشنهاد دهند تا در زمان مناسب به آن‌ها رسیدگی شود.
معین مالی و اداری وزارت زراعت همچنین بر نظارت دوامدار از ذخایر گندم خریداری‌شده تأکید کرده و به مسئولان ولایتی هدایت داد تا کارمندان مشخصی را برای نظارت مستمر از ذخایر تعیین کنند.
براساس فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله، گندم‌های اضافی دهقانان توسط امارت اسلامی خریداری و در سیلوها ذخیره می‌شود. در ۱۳ ولایت کشور، حدود ۳۸ هزار و ۸۰۰ متریک تن گندم اضافی موجود است که وزارت زراعت قصد دارد آن را ذخیره کند تا از افزایش قیمت‌ها در بازار جلوگیری شده و در زمان مناسب به بازار عرضه گردد. تاکنون، هزاران متریک تن از این گندم‌ها خریداری و ذخیره شده است.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

بازگشت