د کندهار د پنجاو کانال جوړولو پروژې څخه څارنه وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۵:۱۸
د کندهار د پنجاو کانال جوړولو پروژې څخه څارنه وشوه

۱۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښوونه، د طبیعي سرچینو آمر مولوي عبدالباري صابر او انجنیر سلیمان څاګر د پنجاو اوبو رسولو کانال پروژې د پرمختګ او کیفیت څارنه وکړه او د پروژې د لا ښه‌والي لپاره یې سپارښتنې وکړې.
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د پنجاو اوبو رسولو کانال جوړولو پروژه څه کم یوه میاشت وړاندې د یو ان ډي پي په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ مؤسسې په تطبیق، څلور خصوصي ودانیزو شرکتونو په تخنیکي همکارۍ او د طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې پیل شوه. د طبیعي سرچینو آمر مولوي عبدالباري صابر او انجنیر سلیمان څاګر د پروژې له ساحې څخه لیدنه وکړه او د کانال د جوړولو چارې یې وڅارلې. په دې لیدنه کې انجینرانو د کیفیت د لوړولو لپاره خپلې سپارښتنې هم وړاندې کړې.
د پنجاو کانال پروژه، چې د ۸۵۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت او د درېیو میاشتو په موده کې بشپړېږي، د کندهار د کرنیزو ځمکو او بڼونو د اوبو رسولو په برخه کې به مهم رول ولري. یاد کانال چې ۴ کیلومتره اوږد، ۴ متره پراخ او ۱.۵ متره لوړ دی، د سیمې زرګونو بزګرانو ته د اوبو دوامداره او خوندي لاسرسي په برخه کې ستونزې حلوي. همدارنګه، د پروژې پر مهال ۳۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

بازگشت