کرنې وزارت کې د کرنې او مالدارۍ د پرمختګ او د خلکو د اقتصاد د ښه والي په پار غونډه دائره شوه  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۰:۶
کرنې وزارت کې د کرنې او مالدارۍ د پرمختګ او د خلکو د اقتصاد د ښه والي په پار غونډه دائره شوه  

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنې او مالدارۍ د پرمختګ او د خلکو د اقتصاد د ښه والي په پار غونډه د کرنې وزیر مولوي عطاالله عمري په مشرۍ، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني او د اوبولګولو، څېړنو، خاورې پېژندنې، کرنې او مالدارۍ د برخو د رییسانو او سلاکارانو په ګډون دائره شوه.  
ددې غونډې په ترڅ کې د کرنې وزیر مولوي عطاالله عمري وویل، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله، لارښوونه وکړه، چې کرنه او مالداري کولی شي د خلکو د اقتصاد په ښه والي کې اساسي رول ولوبوي. نوموړي زیاته کړه، چې د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره باید د افغانستان له خاورې او اوبو څخه په سمه او معقوله توګه ګټه واخیستل شي او په دې سکتورونو کې جدي کار وشي تر څو د خلکو اقتصادي ستونزې راکمې شي.  
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني هم په خپلو خبرو کې په دې برخه کې د منظم پلان جوړولو اهمیت ته اشاره وکړه او د هېواد بېلابېلو سیمو ته د تخنیکي ټیمونو د سفر او له خصوصي سکتور او خلکو سره د کرنې په سکتور کې د کارونو د زیاتولو او همکارۍ د اړتیا یادونه وکړه.  
په پای کې حاضرو رییسانو او سلاکارانو خپل نظریات بیان کړل او ټینګار یې وکړ، چې خلک او پانګه وال کولی شي د کرنې او مالدارۍ په پرمختګ کې اساسي ونډه ولري.


نشستی پیرامون انکشاف زراعت و مالداری و بهبود اقتصاد مردم در وزارت زراعت برگزار شد 
نشستی به سرپرستی مولوی عطاءالله‌عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، روسا و مشاوران بخش‌های آبیاری، تحقیقات، خاک‌شناسی، زراعت و مالداری در وزارت زراعت دایر گردید.
در آغاز این نشست، مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت اظهار داشت که عالیقدر امیر المومنین حفظه الله،  هدایت دادند که زراعت و مالداری می‌توانند نقش اساسی در بهبود اقتصاد مردم ایفا کنند. وی افزود که برای تحقق این هدف باید از خاک و آب افغانستان به صورت درست و معقول استفاده شود و در این سکتورها کار جدی صورت گیرد تا مشکلات اقتصادی مردم کاهش یابد.
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، نیز در سخنان خود بر اهمیت تهیه پلان منظم در این بخش تأکید کرد و از ضرورت سفر تیم‌های تخنیکی به زون‌های مختلف کشور جهت افزایش کارها و همکاری با سکتور خصوصی و مردم در سکتور زراعت صحبت نمود.
در ادامه، روسا و مشاوران حاضر نظرات خود را بیان کرده و تأکید کردند که مردم و سرمایه‌گذاران می‌توانند سهم اساسی در توسعه زراعت و مالداری داشته باشند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۱۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالی کې بزګرانو ته درشقې تخم ووېشل شو

۱۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکې بشري مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د جغتو ولسوالی کې پر ۱۰۰ مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د ۷۳ مېښو د قاچاق مخه نیول شوې

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یو ځل بیا په سپین بولدک ولسوالی کې د ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري د ۷۳ سره مېښو د. . .

بازگشت