هلمند کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۵:۱۱
هلمند کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

 ۱۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، مرکز لښکرګاه  کې یو شمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پلور څخه ډډه وکړي ، نباتي او حیواني درمل سره جلا کړي ، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس خپلې چارې په اصولي ډول مخې ته یوسي.
همدارنګه پنځه بابه هغه هټۍ چې د فعاليت د جوازونو وخت يې تېر او یایې جوازونه نه درلودل  درمل پلورنځئ یې وتړل سوې ، ددې ترڅنګ دوئ ته لارښودنه وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایي  نوي کړي او هغه درمل پلورنځي چې غیر مسلکي کسانو پکې کار کاوه ورته په جدي ډول لازمې سپارښتنې وشوې.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه داده ترڅو د غیر مسلکي کسانو، د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور  او د غير قانونې درملو مخنيوی ښودل شوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د «له کرونده تر بازاره» تر شعار لاندې پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د «له کرونده تر بازاره» تر شعار لاندې؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

بازگشت