سروبي کې پر۱۳ کورنیو د اچار جوړولو توکي ووېشل شوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۵:۶
سروبي کې پر۱۳ کورنیو د اچار جوړولو توکي ووېشل شوه 

۱۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د روپاڼي بنسټ په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت  د سروبي ولسوالی ۱۳کورنیو ته چارو جوړولو توکي ورکړل شوي دي.
د سروبي دکرنې ادارې چارواکي وایي، چې په یادو توکو کې هرې کورنۍ ته ۱۴ قلمه توکې چې، په کې « یخچال، دستکش، ماسک، پیش بند، پلاستیکي مرتبانونه، شیشه یي مرتبانونه،دیګونه، ګازډبه 10کیلوسره له سرکروشن، ګازي منقل، دمېوې دجوس برقي څلورکاره ماشین، دمیوې سبدونه، یوبارمصرف ګیلاسونه، داوبو پلاستیکي ګیلاسونه، چاقوغټ سایز، ملاقه،غټ کفګیر، سطلونه او نور» شامل دې ورکړل شوي دي.
دغه راز له دغو توکو برخمن شوي کسانو ته د اچار جوړولو،  محصولاتو د ضایعاتو مخنیوی، بازارموندنې او نورو اړونده موضوع ګانو په هکله عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوي دي.
په ورته وخت کې یادې مرستې څخه برخمن شوي کسان د کابل د کرنې ریاست او روپاڼي بنسټ مؤسسې څخه د مننې ترڅنګ د نورو مرستو غوښتنه هم وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

بازگشت