د هلمند دکرنې رییس له افغان کډوالو سره د مرستې خیریه مؤسسې «ډاکار» له چارواکو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۵:۴
د هلمند دکرنې رییس له افغان کډوالو سره د مرستې خیریه مؤسسې «ډاکار» له چارواکو سره وکتل

۱۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج افغان له افغان کډوالو سره د مرستې خیریه مؤسسې «ډاکار» له چارواکو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې له افغان کډوالو سره د مرستې خیریه مؤسسې «ډاکار» د پروژې مسؤل ډاکتر عاشق الله عاطف، د یادې مؤسسې د سوېل لوییځ زون مسؤل شفیق الله مهمند، مرستیال محمدسعید او ساحوي مسؤل شفیق الله سروري شتون درلود. 
دیادې کتنې پر مهال ښاغلي عاطف وویل :«په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نیشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په مالي او د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ غواړو په دې ولایت کې د دوو کلونو په موده کې ١٧ برخو کې د کرنې ریاست سره په همغږۍ نوې پروژې پلي کړو.» 
هغه وویل، چې په دغو پروژو کې د باراني اوبو مهار په برخه کې چک ډېمونه، د جوارو ننداریزې کروندې، دموسمي نباتاتو کرنه، د لبنیاتو د پروسس توکي، حیواني خوراکه، دشیدو ټولونې مراکزونو رغول، دشاتو مچیو وېشل، بزګرو او مالدارو ته زده کړې ورکول او داسې نورې چارې شاملې دي.
نوموړي پلاوی همدا راز په هلمند کې د راتلونکو پلانونو او نوو پروژو په اړه کرنې رییس سره خبرې وکړې او له هغه یې د همکارئ غوښتنه وکړه.
 هغوی همدارنګه وویل: «غواړو ستاسو سره په همهغږۍ او مشوره په دې ولایت کې پورتني چارې په منظم ډول ترسره کړو ترڅو ددې ولایت د کرنې په برخه کې نوښت او بهبود رامنځته شي.»
په همدې حال کې د هلمند دکرنې رییس وویل: «هلمند کې مو د تېرو ترسره شویو چارو څخه خوښ یو، داچې ستاسو ادارې تر دې وړاندې هم ددې ریاست له مسؤلینو سره په همغږۍ چارې مخې ته بیولي دي، دکرنې ریاست اداره مو د راتلونکو چارو ترسره کولو برخه کې ملاتړ کوي.»
د هلمند دکرنې رییس راغلي پلاوي ته د خپلې ادارې له لوري د بشپړې اصولي همکارۍ ډاډ ورکړ او وې ویل چې، د کرنې، اوبولګولو، او مالدارۍ په برخه کې د بزګرو او ځمکوالو ډیرې اړتیاوې شتون لري نو تاسو هڅه وکړئ، چې ددې ولایت لپاره بنیادي او پایداره پروژې منظور او تطبیق کړئ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت