د هلمند د کرنې رییس په مرکزي ګدامونو کې د غنمو د تخلیې له پروسې لیدنه وکړه  

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۳:۵۵
د هلمند د کرنې رییس په مرکزي ګدامونو کې د غنمو د تخلیې له پروسې لیدنه وکړه  

۱۳ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج د لښکرګاه په مرکزي ګدامونو کې له بزګرانو د اضافي غنمو د تخلیې پروسې له نږدې لیدنه وکړه، ترڅو د پروسې شفافیت او نظم ډاډمن کړي.
په دې لیدنه کې د اضافي غنمو د پېرودلو او معاینې پلاوي غړو، چې په ترکیب کې یې د ولایت مقام استازی مفتي محمدنسیم روحاني، د کرنې وزارت استازی انجنیر غلام فاروق، د لښکرګاه ښاروالۍ استازی نعمت الله وفا، د سوداګرۍ او صنعت ریاست استازی عبدالحی مطمئن او د کرنې ریاست استازی انجنیر طاوس خان شامل وو، ګډون درلود.
د کرنې رئیس په مرکزي ګدامونو کې ځای پر ځای شوي غنم له نږدې وکتل او د معاینې پلاوي ته یې د طرزالعمل مطابق له بزګرانو څخه د غنمو تسلیمولو، د غنمو په منظم ډول تنظیمولو او د زېرمه کولو په برخه کې سپارښتنې وکړې. هغه زیاته کړه چې د کتارونو ترمنځ د فاصلې مراعت او د غنمو د حفظ او مراقبت په برخه کې باید په جدیت عمل وشي.
کرنې رییس په دې ترڅ کې د زېرمتون د یوې برخې د ترمیم اړتیا ته هم اشاره وکړه او مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د اړتیا وړ تدابیر ونیسي ترڅو غنمو د خوندي زېرمه کولو لپاره مناسب چاپېریال برابر شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

بازگشت