د ننګرهار د کرنې رییس د بزګرانو ستونزو اورېدو په موخه پچیراګام ولسوالی ته سفر وکړ

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۹:۴۰
د ننګرهار د کرنې رییس د بزګرانو ستونزو اورېدو په موخه پچیراګام ولسوالی ته سفر وکړ

۱۰ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
٢٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د بزګرانو د ستونزو د حل او کرنې د پراختیا په موخه پچیراګام ولسوالی ته سفر وکړ. 
ښاغلي محسن د پچیراګام ولسوالی له ولسوال، مرستیال او ترویج مدیرانو سره ناسته وکړه او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یې د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
ولسوال عزیزالرحمن حمزه سرحد او ترویج مدیر میا نجیب الله په دې ناسته کې د ترویج ودانیو رغولو، روغنیاتو، ځنګلونو د پرېکولو مخنیوي، بڼوالۍ، اصلاح شويو تخمونو، مالدارۍ واکسینونو، حیواني خوراکي توکو او نورو اړونده برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې مطرح کړې. 
د ننګرهار کرنې رئیس مولوي محمد ولي محسن د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل او پرمختګ لپاره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
هغه وویل چې د پچیراګام ولسوالۍ اراضي د کرنې او بڼوالۍ لپاره ښه مناسبه ده، او ژمنه یې وکړه چې د کرنې ریاست او همکارو موسساتو له لارې به مؤثرې پروژې پلي کړي. د دې پروژو موخه به د اصلاح شویو تخمونو ترویج، څارویو ته واکسینونه، مالدارۍ پرمختګ، حیواني خوراکي توکو ویش او بازار موندنه وي.
ښاغلي محسن همدارنګه د عشر او زکات مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې په خپلو کارونو کې روڼتیا او دیانت ولري او د ا.ا.ا کړنلارې مطابق عمل وکړي. 
د ننګرهار کرنې ریاست هر کال په زرګونه بزګرانو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې مرستې وړاندې کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

بازگشت