کانال شرکت:د لمریزې برېښنا پلانټ ۲۵ پایې بیا نصب او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۵:۱
کانال شرکت:د لمریزې برېښنا پلانټ ۲۵ پایې بیا نصب او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند د لمریزې برېښنا ۲۵ پايي د کرنیزو چارو ریاست د اوبولګولو تخنیکي ساتنې او څارنې فني او مسلکي انجنیرانو او کارکوونکو له لوري نصب شوې، چې د دې پروسې له لارې د ۱۰ زره جریبه ځمکې د اوبو رسولو سیستم فعال شو.
د شرکت عمومي رییس سېد محمد نعیم «محمدي» په دې اړه رسنیو ته وویل، چې د دې ۲۵ پایو نصبولو لګښت نږدې ۸۶۰ زره افغانۍ و، چې نصب چارې یې د «خالد کمالي» ساختماني شرکت له‌خوا ترسره شوې.
محمدي زیاته کړه، چې دا پایې د تېرو میاشتو طوفانونو او بارانونو له امله راچپه شوې وې، چې له امله یې د اوبو کاروونکو ته ګڼې ستونزې پیښې شوې. هغه د پایو له بیا درول کېدو او ګټه اخستنې څخه خوښي وښوده. د تخنیکي کارکوونکو د هڅو او د سیمه‌ییزو خلکو، چې په دې برېښنا يې کروندې خړوبېدې، له صبر څخه مننه وکړه.
د یادونې وړ ده، په دې لمریزې برېښنا د ننګرهار کانال د دویم پمپ سټیشن دوه واټرپمپونه چالانېږي، چې د کانال دوه زره هکتاره (۱۰ زره جریبه) او د دې سیمې ځینو اوسېدونکو ځمکو ته اوبه برابرېږي، چې د بیا نصب له برکته یې، یادو ځمکو ته پر وخت اوبه رسېږي او د محصولاتو د زیاتوالي لامل یې کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

بازگشت