سږ کال ننګرهار کې د زیتونو حاصلات څه باندې ۱۳۰۰ ټنه اټکل شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۱:۲۹
سږ کال ننګرهار کې د زیتونو حاصلات څه باندې ۱۳۰۰ ټنه اټکل شوي

۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کانال شرکت چارواکي وایي، چې سږ کال به د زیتونو فارمونه د اټکل له مخې تر ۱۳۱۰ ټنه حاصل ورکوي او زرګونه لیټره خالص تېل به ترې تر لاسه شي.
د ننګرهار د کانال شرکت رییس سید محمد نعیم محمدي وایي، چې سږکال به د ننګرهار کانال اړوند د زیتونو له بڼونو څخه ۱۳۱۰ ټنه حاصل تر لاسه شي، چې د تېر کال په پرتله ډېر شوي دي. د حاصل د زیاتوالي لامل د زیتونو بڼونو ته پاملرنه او د یادو بڼونو سمه ساتنه ده.»
همدا راز نوموړي زياته کړه، چې د ننګرهار د کانال ریاست اړوند پر ۳۱۰۰ هکټاره ځمکه د زیتونو بڼونه جوړوو. د دې بڼونو ډېرې ونې د کورنیو جګړو پر مهال له منځه وړل شوې دي، چې له نېکه مرغه په وروستیو کلونو کې پر ۵۵۰ جریبه ځمکه د زیتونو نوي بڼونه جوړ شوي او اوسمهال یې یوازې نږدې ۱۸۰۰ هکټاره بڼونه زیتون ورکوي، خو ښاغلی کظيم وايي، په پلان کې لري چې ننګرهار کې پر نوره ځمکه هم د زیتونو بڼونه جوړ کړي.
د کانال ریاست د مسولینو په وینا، د زیتونو دغو بڼونو کې سلګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه هم برابر شوي.
د مالوماتو له مخې د ننګرهار زیتونو افغانستان پر اسپانيا، ایټاليا، یونان او امريکا سربېره د ۲۵ نورو زیتون تولیدوونکو هېوادونو په کتار کې درولی دی.
ننګرهار دهېواد د هغو ولایتونو په ډله کې دی، چې د زیتونو حاصلات په کې ډېر دی او هر کال د دې مېوې د حاصلاتو زیاتوالی په پار هلې ځلې کېږي. د ننګرهار کانال شرکت پلان لري، چې ننګرهار کې پر لسګونه هکټاره ځمکه د زیتونو تازه بڼونه جوړ کړي.
زیتون له مدیترانه یي نباتاتو څخه دی، چې کال کې یووار ترې حاصل راټولېږي او تر پروسس وروسته لس سلنه د زیتونو تېل ترې لاسته راځي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۲:۴
Background image

د هلمند سنګین کې بڼوالو ته د ژمي د یوریا سپرې په اړه روزنیز پروګرام ترسره شو


۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو ساتنې او قرنطین لوی مدیریت له لوري په سنګین ولسوالی کې د ژمي په موسم کې د یوریا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۲:۲
Background image

د هلمند نوزاد کې کروندګرو ته د اصلاح شويو غنمو او سرې د وېش بهیر پیل شو


۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د نوزاد ولسوالی د کرنيزو خدمتونو مديريت تر چتر لاندې، په دې ولسوالی کې د سروې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

کندز کې د مني کمپاین په ترڅ کې ۳۰۰ تنو ته د بادام او شفتالو بڼونه جوړول

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د بڼوالۍ د تولیداتو د پیاوړتیا او د کروندګرو د ژوند د ښه‌والي. . .

بازگشت