د نیمروز دکرنې ریاست او دهمدې ولایت د لوړو زدکړو مؤسسې ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۱:۶
د نیمروز دکرنې ریاست او دهمدې ولایت د لوړو زدکړو مؤسسې ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د نیمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له ریاست دهمدې ولایت د د لوړو زدکړو مؤسسې سره د کرنې پوهنځي د محصلینو د عملي کار په موخه د یو کلن علمي او عملي همکارۍ تړون لاسلیک کړ. 
د نیمروز د لوړو زده کړو مؤسسې رییس مولوي محمد صدیق بني کمال وویل، چې دغه هوکړهلیک پنځه مادې او ۲۴ فقرې لري او موخه یې د دواړو ادارو ترمنځ علمي او عملي همکاري ده.
همدا راز د نیمروز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، مولوي شیراحمد رفیع هم د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
 د دغه هوکړه لیک د لاسلیک مراسم د نیمروز د لوړو زدکړو مؤسسې د رییس، مولوي محمد صدیق بنی کمال او د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د رییس، مولوي شیراحمد رفیع  او د يادې ادارې د پوهنځيو رییسانو په حضور کې ترسره شوه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۹
Background image

د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ش له هندي او ایراني سوداګرو او پانګه‌والو سره لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون په څنډه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲۳
Background image

پکتیا کې ۲۰ مچۍ لرونکو ته د شاتو مچیو صندوقونه او اړین توکي ووېشل شول

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د اکشن اېډ مؤسسې په همکارۍ، د شاتو مچیو د روزنې او ودې په موخه د مرکز ګردبز. . .

بازگشت