د لغمان بادپښ ولسوالی کې ۱۰۰ اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۲:۲۰
د لغمان بادپښ ولسوالی کې ۱۰۰ اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول 

۸ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د بادپښ په ولسوالی کې د ملګرو ملتونو په همکارۍ ۱۰۰ تنو هغه مېرمنو  ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شوي دي.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چاراکو په خبره هرې ګټې اخیستونکې کورنۍ  ته ۱۵ قطعې کورني چرګان، ۱۰۰ کیلو د چرګانو دانه، دانه خوري، ابخوري او د چرګانو د ناروغیو مخنیوي او درملنې په پار ۱۵۶۰ افغانې نغدې پیسې ورکړل شوي دي. 
د لغمان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د چرګانو د ورکړي موخه په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه  برابرول دي؛ ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.   
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو،  ناروغیو مخنیوی د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
 ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۹
Background image

د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ش له هندي او ایراني سوداګرو او پانګه‌والو سره لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون په څنډه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲۳
Background image

پکتیا کې ۲۰ مچۍ لرونکو ته د شاتو مچیو صندوقونه او اړین توکي ووېشل شول

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د اکشن اېډ مؤسسې په همکارۍ، د شاتو مچیو د روزنې او ودې په موخه د مرکز ګردبز. . .

بازگشت