خوست کې پر زرګونو مستحقو بزګرانو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۲:۱۸
خوست کې پر زرګونو مستحقو بزګرانو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۸ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څار لاندې ددې ولایت د ګربز، تڼیو او اسماعیل خېلو ولسوالیو پر زرګونو بزګرانو د«ان،اې،سي» مووسسې په همکارۍ د اصلاح شويو غنمو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه.
ددې مرستې په ترڅ کې د ګربزو ولسوالی پر ۳۳۶، د تڼیو ولسوالی پر ۲۹۰ او د اسماعیل خېلو ولسوالی پر ۱۵۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي، او په پاتې نورو ولسوالیو کې به هم پر مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شي.
د دې وېش موخه د بزګرانو د حاصلاتو لوړوالی او کرنیزو فعالیتونو پیاوړتیا ده. چارواکي وايي چې د اصلاح شويو تخمونو وېش به د بزګرانو په اقتصادي وضعیت کې ښه والی راولي او د حاصلاتو کیفیت به لوړ کړي. 
د «ان،اې،سي» مووسسه، چې د کرنیزو پروژو په برخه کې کار کوي، په دې سیمه کې له کروندګرو سره د همکارۍ لپاره ژمنه ده او د یادو مرستو د دوام یادونه کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

بازگشت