ننګرهار کې دڅلورو کانالونو د پاک کارۍ چارې پیل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۱:۳۶
ننګرهار کې دڅلورو کانالونو د پاک کارۍ چارې پیل شوې

۸ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډي ار اې» په مالي لګښت د ننګرهار په سپین غر او اچین ولسوالیو کې د ۱۷ زره او ۴۸۹ متره کانالونو پاکولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د بشري خیریه مؤسسې له لورې په یادو ولسوالیو کې د اچین خاص، صندوق، باندر او اش خېلو کانالونو د پاکولو چارې پیل شوي، چې پکي ۲۰۰ بي روزګاره هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
ښاغلي محسن وویل د یادو کانالو په پاکولو سره به زرګونه جریبه کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسولو زمینه هم برابره شي. 
دبشري خیریه مؤسسې مسؤل انجینر هدایت الله ثنایي وویل، چې د کانالونو د پاک کارۍ څخه موخه خلکو ته د کار زمینه برابرول او خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي؛ ترڅو کورنۍ پر ځان بسیا شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

بازگشت