چین هېواد ته د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۹:۳۶
چین هېواد ته د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

۸ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کرنې د ودې او د بې وزلۍ د کچې ټیټولو په اړه يوې نړۍوالې غونډې کې د ګډون په موخه چين ته سفر کړی دی.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د بې وزلۍ دکچې ټیټولو او د کرنې د پراختیا په اړه په یوه ستره نړۍواله غونډه کې د ګډون په موخه، چې د چين په پلازمېنه بيجنګ کې د بېلابېلو هېوادونو د کرنې د ۳۰۰ مسؤولينو په ګډون ترسره کېږي، چين ته سفر کړی دی.
د دې غونډې موخه د بې وزلۍ د کچې ټیټول او د نړۍ  هغه ۸۰۰ میلیونه  وګړو سره د مرستې او همکارۍ په اړه خبرې اترې او د نظرونو تبادله ده، چې له بېوزلۍ سره مبارزه کوي.
 ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور د وضعیت او په یادو برخو کې د شته فرصتونو په اړه وینا او خپلې تجربې به شريکې کړي.

سفر معین زراعت و مالداری وزارت زراعت به کشور چین 
۸ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان جهت اشتراک در یک نشست جهانی پیرامون رشد وانکشاف زراعت و کاهش فقر به کشور چین سفر کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری به هدف اشتراک  به در یک نشست بزرگ جهانی در مورد کاهش فقر و توسعه و انکشاف زراعت که با اشتراک ۳۰۰ تن از مسوولان زراعت کشورهای مختلف در شهر بیجینگ کشور چین برگزار می‌شود به آن کشور سفر می کند.  
هدف از این نشست بحث و تبادل نظر پیرامون  کاهش فقر و کمک به ۸۰۰ میلیون نفوس جهان که با فقر مبارزه دارد عنوان شده است.
قرار است معین زراعت و مالداری امارت اسلامی افغانستان در این نشست درباره وضعیت و فرصت‌های بخش زراعت و مالداری افغانستان سخنرانی کند و به تبادل تجارب بپردازد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

بازگشت