د خوست ځاځي میدان کې ۲۱۱مستحقو بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش وشو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۲:۱۱
د خوست ځاځي میدان کې ۲۱۱مستحقو بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش وشو

د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چوکاټ لاندې د ځاځي میدان ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت د«ان،اې،سي» مووسسې په همکارۍ په ځاځي میدان ولسوالۍ کې ۲۱۱ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح شويو غنمو تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشلې.
د دې وېش موخه د بزګرانو د حاصلاتو لوړوالی او کرنیزو فعالیتونو پیاوړتیا ده. چارواکي وايي چې د اصلاح شويو تخمونو وېش به د بزګرانو په اقتصادي وضعیت کې ښه والی راولي او د حاصلاتو کیفیت به لوړ کړي. 
د «ان،اې،سي» مووسسه، چې د کرنیزو پروژو په برخه کې کار کوي، په دې سیمه کې له کروندګرو سره د همکارۍ لپاره ژمنه ده او د یادو مرستو د دوام یادونه کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۳:۲۹
Background image

خوست کې یوشمېر بزګرانو ته د سویابینو کرکیلې په اړه روزنه ورکړل شوه


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالی د کرنیزو چارو مدیریت په همغږۍ او د «اوآرډي». . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د لسګونو مېښو د قاچاق مخه نیول شوې


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یو ځل بیا په سپین بولدک ولسوالی کې د ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري د ۱۸۴ سره مېښو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۸:۹
Background image

زابل کې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د کرنیز او سوداګریز کمپلکس رغنیزې چارې پرانیستل شوې

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زابل ولایت د شاه‌جوی ولسوالی کې د خصوصي سکټور له لوري د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د «سوداګریز، کرنیز او مالدارۍ» کمپلکس «ټولګه». . .

بازگشت