د هلمند ولایت بولان څېړنیز فارم کې د دوبنیو نباتاتو حاصلاتو راټولولو چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۰:۵۴
د هلمند ولایت بولان څېړنیز فارم کې د دوبنیو نباتاتو حاصلاتو راټولولو چارې پیل شوې

۶ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې ، اوبولګولو او مالدارئ  ریاست اړوند، بولان څیړنیز فارم کې د دوبنیو  نباتاتو د کرنیزو څېړنو دحاصلاتو راټولولو چارې پیل شوې.
د دیادو حاصلاتو په لړ کې چې د نوموړي فارم په بېلابېلو سیمو کې  (لمر ګل، ممپلۍ، کنځلې او سویابینو) قطعات کرل شوي ؤ دامهال یې د حاصلاتو راټولولو چارې روانې دي، چې وروسته به ورڅخه په لاس راغلي تخمونه پروسس شي.
د یادونې وړ ده، چې په یاد فارم کې څېړنیزې چارې د ځانګړي پلان له مخې په منظم ډول روانې دي، چې د مسلکي کارمندانو لخوا ورباندې څېړنې کېږي.
دغه اصلاح شوي تخمونه به د ځانګړې کړنلارې له مخې ددولتي تصدئ ترڅنګ خصوصي شرکتونو ته د لا ډېرولو او رواجولو په موخه ورکول شي، چې د هغوئ له لارې به بیا تر بزګرانو پورې ورسول شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

بازگشت