د کندهارارغستان کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۰:۳۳
د کندهارارغستان کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د یو خصوصي خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، په ارغستان ولسوالۍ کې (۵۰) غریبو او سیلاب ځپلو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه. هر بزګر ته ۱۰۰ کیلوګرامه د غنمو تخم، ۲۰۰ کیلوګرامه سپینه سره، ۱۰۰ کیلوګرامه توره سره او ۶ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
په دې مرستو کې هغه بزګران شامل دي، چې څلور جریبه ځمکه لري او د کښت کولو وس نه لري. یادې مرستې سره به روان کال په یاده سیمه کې کرنه ترسره شي. دا اقدام د بزګرانو د اقتصادي وضعیت ښه کولو او ملاتړ په موخه شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ ددې ولایت د معروف ولسوالی پر ۵۰ بزګرانو هم ورته مرستې وېشل شوې دې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

بازگشت