د قوش تېپې کانال ځمکو د سروې او تصفيې په پار د اراضۍ لوی رییس په مشرۍ پلاوی بلخ ولایت ته سفر وکړ

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۰:۳۰
د قوش تېپې کانال ځمکو د سروې او تصفيې په پار د اراضۍ لوی رییس په مشرۍ پلاوی بلخ ولایت ته سفر وکړ

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ د تصفيې، کدستر او د اراضۍ لوی رياست تخنيکي او حقوقي سلاکارانو په ګډون پلاوی بلخ ولایت ته سفر وکړ.
د ياد سفر موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس ملي پراختيا شرکت لپاره د قوش تېپې کانال لس لکه جريبه ځمکه د صنعتي او کرنيز کمپلکسونو د جوړولو په پار ترسره شوې ده.
د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم د قوش تېپې کانال ځمکو د لېدنې څخه وروسته د سروې او تصفيې ټيمونو ته لارښوونه وکړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د حکم په اساس د دغه کانال هغه ځمکې، چې د دغو کمپلکسونو د جوړولو لپاره مناسب وي هغه دې سروې او تصفيه کړي او وروسته له هغه دې خپل د اجراآتو پايله د اراضۍ لوی رياست له مقام سره شريک کړي.
ورپسې د اراضۍ لوی رياست سلاکارانو او تخنيکي کارکوونکو د دغه کار د ښه عملي کېدو په پار يې خپل نظرونه او وړانديزونه د اراضۍ لوی رئیس سره شريک کړل.
په پای کې ښاغلي مظلوم ټولو کارکوونکو سره د هر ډول همکارۍ تر څنګ هغو ته په ورسپارل شوي مسؤلیت کې د برياليتوب هیله هم وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت