د ځنګلونو د ساتنې او احیا په اړه د کونړ ولایت له مشرانو سره د کرنې وزیر غونډه

user-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۵:۴۸
د کونړ د ځنګل مېشتو سیمو له مشرانو سره د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ غونډه دائره شوه، چې په ترڅ کې یې د ځنګلونو د ساتنې او بیا احیا په اړه سلا مشورې وشوې.


۵ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کونړ د ځنګل مېشتو سیمو له مشرانو سره د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ غونډه دائره شوه، چې په ترڅ کې یې د ځنګلونو د ساتنې او بیا احیا په اړه سلا مشورې وشوې.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال مولوي بازمحمد فيضان، د کورنيو چارو وزارت د پلان او پاليسۍ مرستيال مولوي عبدالحق مخدوم، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي احمدالله زاهد، دکونړ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه، د والي مرستیال مولوی عبدالله حقاني، د سرحدي لواء قومندان مولوی یاسر او دکرنې وزارت او د کونړ ولایت یوشمېر   رییسانو ګډون کړى و.
د غونډې په پيل کې د کونړ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه د ځنګلونو پر ارزښت خبرې وکړې او د ځنګلونو ساتنه يې د خلکو او دولت مکلفيت وباله او ټينګار يې وکړ چې سيمه ييز حکومت په دې برخه کې جدي کار کوي.
ورپسې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د دې غونډې موخه د خلکو د سلام مشورو او نظرونو اخیستل وبلل او زیاته یې کړه: «موږ د هېواد د ملي شتمنیو په تېره بیا د ځنګلونو ساتنې په برخه کې، چې په تېرو وختونو کې زیانمن شوي، مسوولیت لرو او د بیارغونې په پار یې هلې ځلې کوو.»
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان هم د ځنګلونو د ساتنې او د اوبو لګولو، مالدارۍ، کرنې او د کارموندنې د پروژو په تطبیق کې له خلکو سره د دولت د همکارۍ په اړه خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
دغه راز ددې کتنې په ترڅ کې د کونړ ولایت مشرانو د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د ځنګلوالۍ د قومي شوراګانو د جوړولو، د ځنګل ساتونکو د ګمارنې او د ځنګلونو د پرې کولو د عاملینو د مجازاتو په اړه وړاندیزونه مطرح کړل او ژمنه یې وکړه، چې د ځنګلونو په ساتنه کې به همکاري کوي او خپلو سیمو ته به د امارت پیغام ورسوي.

نشست وزیر زراعت با بزرگان ولایت کنر پیرامون حفاظت و احیای جنگلات برگزار شد
۵ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
نشستی به رهبری مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با بزرگان مناطق جنگل‌نشین کنر برگزار شد و در آن پیرامون حفاظت و احیای جنگلات مشوره صورت گرفت.
در این نشست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی، مولوی عبدالحق مخدوم معین پلان و پالیسی وزارت امور داخله، مولوی احمد ‌الله زاهد معین وزارت صنعت، مولوی قدرت‌الله ابوحمزه والی کنر، مولوی عبدالحق حقانی قوماندان امنیه، مولوی عبدالله حقانی معاون والی، مولوی یاسر قوماندان لوای سرحدی و شماری از رئیسان ولایت کنر و وزارت زراعت حضور داشتندږ
در آغاز این نشست، مولوی قدرت‌الله ابوحمزه والی کنر از اهمیت جنگلات سخن گفت و مردم و حکومت را مکلف به حفاظت از آن‌ها دانست و تأکید کرد که حکومت محلی با تمام توان در این راستا تلاش می‌کند. سپس مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت هدف از این نشست را مشورت و نظرخواهی از مردم عنوان کرده و افزود: "ما مسئولیت داریم از سرمایه‌های ملی کشور، به‌ویژه جنگلات که در دوره‌های گذشته آسیب دیده‌اند، حفاظت کنیم و برای احیای آن‌ها تلاش نماییم."
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت نیز به تشریح همکاری‌های حکومت با مردم برای حفاظت از جنگلات و اجرای پروژه‌های آبیاری، مالداری، زراعتی و اشتغال‌زایی پرداخت و از مردم خواست تا در این زمینه همکاری کنند.
در ادامه، بزرگان ولایت کنر پیشنهاداتی را در خصوص ایجاد فرصت‌های شغلی، تشکیل شوراهای جنگل‌داری قومی، استخدام جنگل‌بانان و مجازات عاملان قطع جنگل مطرح کرده و تعهد سپردند که در راستای حفاظت از جنگل‌ها همکاری خواهند کرد و پیام امارت را به مناطق خود انتقال خواهند داد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د محمدآغې ولسوالی له بزګرانو او قومي مشرانو سره د عشر ټولولو اړوند د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر ولايت د عشر او زکات ټولولو آمریت کارکوونکو چې مشري یي د عشر او زکات ټولولو آمر مولوي سلطان غني هاشمي کوله په داسې حال کې، چې ددغې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۹
Background image

د ننګرهار دوو ولسولیو کې د کرنیزو توکو پېرلو په پار لسګونو بزګرانو سره نغدې مرسته وشوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ماشومانو ساتنې دفتر له لورې د مومندرې او لعلپورې ولسوالیو ۱۰۰  تنو بزګرانو سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۰:۵۳
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د کانګو تبې پر وړاندې د مبارزې وقایوي کمپاین پیل شو

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري، ددې ولایت مرکز لښکرګاه کې د کانګو تبې خطرناکې. . .

بازگشت