کونړ ولایت ته د کرنې وزارت د بشري سرچینو د رییس سفر 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۲:۱۶
کونړ ولایت ته د کرنې وزارت د بشري سرچینو د رییس سفر 

۳ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو رییس محمد عثمان ترابي د دغه وزارت د کارکوونکو د یوه پلاوي په ملتیا کونړ ولایت ته سفر وکړ. د دغه سفر موخه د کونړ ولایت د بشري سرچینو ریاست د کارکوونکو لپاره د الکترونیکي حاضري سیستم پرانیستل او په دې ریاست کې د بشري سرچینو چارو ته وده ورکول ښودل شوی.
دغه سفر د کونړ په ولایت کې د کرنې وزارت د کارکوونکو شته ستونزو ته رسېدنه، د تشکیلاتو تطبیق، د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو او د الکترونیکي حاضري د سیستم د رامنځته کولو په موخه ترسره شوی دی.
د دغه سفر په ترڅ کې د کرنې وزارت د بشري سرچینو رییس په هغه غونډه کې چې د کونړ د کرنې رییس او د دغه ریاست د کارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه، د دغه سفر د موخو او د دغه پلاوي د راتلونکو پلانونو په اړه لازم توضیحات ورکړاو د يادو پلانونو په تطبيق کې يې د کارکوونکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د الکترونیکي حاضري سیستم په پرانیستلو سره به د کرنې وزارت د بشري سرچینو ریاست وکولای شي له مرکز څخه د کونړ ولایت د کرنې ریاست د کارکوونکو حاضري وڅاري او کنټرول کړي. دا اقدام به د کاري بهیر له ښه والي، په اداري چارو کې د موثریت او روڼتیا له زیاتوالي او په نهایت کې د دې ولایت د کرنې وزارت د کړنو د پیاوړتیا لامل شي.

سفر رئیس منابع بشری وزارت زراعت به ولایت کنر
۳ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
محمد عثمان ترابی رئیس منابع بشری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، به همراه هیئتی از کارمندان آن وزارت به ولایت کنر سفر کرد. هدف از این سفر، افتتاح سیستم حاضری الکترونیکی برای کارمندان ریاست منابع بشری ولایت کنر و بهبود امور منابع بشری در این ریاست بود.
این سفر به منظور تطبیق تشکیلات، حل مشکلات موجود در منابع بشری، ارتقای ظرفیت کارمندان و ایجاد سیستم حاضری الکترونیکی برای کارمندان وزارت زراعت در ولایت کنر انجام شد.
در جریان این سفر، رئیس منابع بشری وزارت زراعت در نشستی با حضور رئیس زراعت کنر و کارمندان این ریاست، در مورد اهداف سفر و برنامه‌های آتی هیئت توضیحات لازم را ارائه داد و خواستار همکاری کارمندان در زمینه اجرای این برنامه‌ها شد.
با افتتاح سیستم حاضری الکترونیکی، ریاست منابع بشری وزارت زراعت قادر خواهد بود تا از مرکز، حضور کارمندان ریاست زراعت ولایت کنر را نظارت و کنترل نماید. این اقدام به بهبود روند کاری، افزایش کارایی و شفافیت در امور اداری کمک خواهد کرد و در نهایت به تقویت عملکرد وزارت زراعت در این ولایت منجر خواهد شد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

کابل کې د کرنیزې پرمختیا صندوق د اداري ودانۍ رغنیزې چارې پیل شوې

۲۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا صندوق د اداري ودانۍ د بنسټ ډبره د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۱۰
Background image

بادغیس ولایت ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۲۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د یاد وزارت د یوشمېر چارواکو او سلاکارانو له یوې پلاوي سره یو ځای د بادغیس ولایت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۳
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز ناروغۍ د څارویو د څارنې او د وینې اخیستنې پروژه پیل شوه

۲۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا دکرنې، ریاست چارواکي وایي، چې د بروسلوز ناروغۍ د سرویلانس او د څارویو څخه د وینې اخیستنې انکشافي پروژه نن په رسمي ډول د کرنې،. . .

بازگشت