فراه کې لسګونو مالدارانو سره مرسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۰:۱۳
فراه کې لسګونو مالدارانو سره مرسته وشوه

د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ډي، اې، آی» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د فراه ولایت په مرکز کې ۴۵ بېوزلو مالدارو کورنیو ته یوه ورځنۍ روزنه، حیواني خوراکه (کنجاړه) او مالدارۍ اړوند توکي و وېشل شول.
د دې پروګرام په ترڅ کې، هرې کورنۍ ته ۸۰ کیلو ګرامه کنجاره، د مالدارۍ اړوند وسایل او روزنه ورکول شوې ده. د دې مرستې موخه د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي وده او د کور دننه د کار زمینه برابرول دي.
دا پروګرام د فراه ولایت د کرنې ریاست او «ډي، اې، آی» مؤسسې ترمنځ د همکارۍ په اساس ترسره شو، چې موخه یې د اقتصادي ستونزو د حل په برخه کې د مالدارو کورنیو ملاتړ کول او د هغوی د تولیدي وړتیاوو لوړول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

بازگشت