لوګر کې پر ۱۵۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو وېش پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۰:۰
لوګر کې پر ۱۵۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو وېش پیل شو

په لوګر کې د کرنې او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د کلیو بیا رغونې ادارې له لوري پر ۱۵۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو وېش پیل شو، چې په دې لړۍ کې د برکي برک ولسوالۍ بزګران هم شامل دي.
په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ولایت مقام د دفتر رییس مولوی رحمت الله عثماني، د سرحدونو او قبایلو رئیس، د افغانستان لپاره د کلیو بیا رغونې او کورډېډ  مووسسو عمومي رییسانو، د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدمتونو او عوایدو آمرینو، د اقتصاد ریاست استازي او د آر.آر.اې.اې موسسې ولایتي مسوولینو ګډون وکړ.
د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر، محمد رفیع ابراهیمي، وویل چې دا مرسته د افغانستان لپاره د کلیو بیارغونې مووسسې له لوري او د کورډېډ مووسسې په مالي ملاتړ پر ۱۵۰۰ بزګرانو وېشل کېږي.
د ولایت مقام د دفتر رئیس، مولوی رحمت الله عثماني، له یادو مووسسو څخه د مننې تر څنګ وویل چې ولایت اداره د ټولو مووسسو سره هر اړخیزې همکارۍ ته ژمنه ده. 
د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس له مووسسو مننه وکړه او له بزګرانو یې وغوښتل چې وېشلي تخمونه د کرنې ریاست د مسلکي کارکوونکو لارښوونو سره سم وکري، ترڅو یې حاصلات زیات شي.
د افغانستان لپاره د کلیو بیا رغونې مووسسې عمومي رئیس ریاض الله ولي، د کرنې او مالدارۍ ریاست او ولایتي ادارې هلې ځلې وستایلې او زیاته یې کړه، چې مووسسه تل هڅه کوي بېوزلو او اړمنو کسانو ته پر وخت مرستې ورسوي. هغه له بزګرانو وغوښتل چې اصلاح شوي تخمونه وکري ترڅو په راتلونکي کې ښه حاصلات تر لاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې پر زرګونه بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت